Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ښځو د حقونو له نقضه د بښنې نړۍوال سازمان اندېښنه

د بښنې نړۍوال سازمان په نوي راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو له نقضه اندېښنه ښودلې ده.

دغه سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقضېدو د ادعاو د څېړنې او د عاملینو د پېژندنې په موخه یوه نوې خپلواکه تګلاره جوړه کړي.

د بښنې نړۍوال سازمان په راپور کې راغلي:«د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له ځنډ پرته باید په افغانستان یوه نوې خپلواکه څېړنیزه تګلاره جوړه کړي. د څېړنې نړۍواله تګلاره، په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي او د یوناما د څارنې د رول بشپړونکې ده.»

د ښځو د حقونو مدافع مریم معروف آروین وايي:«د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو او له زده کړو د افغانستان د نجونو بې برخې کېدو سره، لکه ورځ روښانه ده، جالبه ده. چې د بشري حقونو دفاع کوونکي بنسټونه د څېړنې په برخه کې پاتې دي.»

د کابل یوه اوسېدونکي وویل:«موږ له اسلامي امارته هیله کوو چې ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیزي چې زده‌کړې وکړي او د نر او ښځې لوړې زده‌کړې فرض دي.»

د اسلامي امارت ویاند وايي، په هېواد کې د اسلامي شریعت پر بنسټ بشري حقونه خوندي شوي دي.

نوموړی بیا په هېواد کې د بشري حقونو د نقضېدو په تړاو ادعاوې بې بنسټه ګڼي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړه:«هغه حقوق چې اسلامي شریعت مسلمانانو ته ورکړي دي هغه دلته نر او ښځو ته رسېدلي او ورکوو. ځينې موردونه چې په کې نیمګړتیا شتون لري له هغې ډلې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې د هغه حل لارې هم لټوو او دا ټول تبلیغات او پروپاګندا چې کېږي یوازې د ذهنونو د مغشوش کولو لپاره دي چې موږ یې رد وو.»

تر دې مخکې هم د آمریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، د اسلامي امارت د وروستیو حکمونو له مخې، افغان نجونې او ښځې له زده کړو او کاره محرومې شوې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه