Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا د استازو جرګه له افغانستانه د وتلو د معلوماتو غوښتونکې ده

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس په یوې خبرپاڼه کې ویلي، له افغانستانه د امریکا د وتلو په تړاو د معلوماتو ورکړې په موخه یې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر ته څو لیکونه استولي دي.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي، که چېرې په دغه ډول معلومات ورنه‌کړ شي؛ نو بیا کمېټه اړه ده چې، دغه بهیر په جبري توګه پر مخ یوسي.

د دغې کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پنټاګون څه باندې ۲۳۰ سندونه چمتو کړي چې ډېری یې له دې مخکې په عمومي لاسرسي یا اصلاحاتو کې شامل وو.

په خبرپاڼه کې راغلي:«د آمریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک کال، د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ته له دې امله څو لیکونه لېږلي چې، له افغانستانه د بایډن دولت د وتنې اړوند اطلاعات دغې کمېټې ته نه دي سپارل شوي. تر اوسه بهرنیو چارو وزارت یوازې ۲۳۶ مخه اسناد برابر کړي چې، ډېری یې پخوا خپاره شوي. د دغې غوښتنې د نه عملي کېدو په صورت کې به کمېټه اړه شي چې، دغه بهیر په جبري توګه پرمخ یوسي.»

خو اسلامي امارت وايي، له افغانستانه د امریکا وتنه د کابل او واشنګټن په ګټه تمامه شوې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل امریکا ته یې هم ګټه لرله. ډېره ورستونکې او اوږده جګړه یې پای ته ورسوله او امریکایانو نه شوی کولای چې دغې جګړې ته دوام ورکړي.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا له افغانستانه د آمریکا د وتلو په تړاو بېلابېل لیدلوري لري.

د سیاسي چارو شنوونکی نجیب الرحمان طلوع نیوز ته وايي:«له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل مثبته لوری دا وو چې افغانستان خپل هېواد بسبتاً خپلواکه کړ او ازاد حس کړي او د افغانستان جګړې کمې شي.»

دوه اونۍ مخکې د امریکا په ولسي جرګه کې د جمهوري پال ګوند یو شمېر استازو اړوندو امریکايي بنسټونو ته د څو لیکونو په استولو سره له افغانستانه د امریکا د وتنې د څرنګوالي په تړاو د اطلاعاتو ورکړې غوښتنه کړې وه.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه