Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سردار احمد شکیب: د بندیانو ازادول به له پاکستان سره اړیکې ښې کړي

په اسلام اباد کې د اسلامي امارت د سفارت شارژدافیر سردار احمد شکیب وايي، د پاکستان له زندانونو د افغان وګړو خوشې کېدل به د کابل او اسلام اباد اړیکې ښې کړي.

د سرپرست حکومت دغه دیپلومات زیاتوي چې په دې وروستیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۱۳۰ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي.

سردار احمد شکیب زیاتوي، د پاکستان له زندانونو د افغان بندیانو ازادول د دواړو هېوادونو پر اړیکو مثبت اغېز لري.

په پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت چارسمبالی سردار احمد شکیب وايي:«دا څومره خلک چې بندیان دي یوازې کراچۍ که نه، بلکې په ټول پاکستان کې دي. له پاکستاني چارواکو مو غوښتنه دا ده، چې هغو ژر تر ژره خلاص کړي، ځکه دا د دواړو هېوادونو د نیکو اړیکو د لا غښتلتیا لپاره ډېر ګټور ثابتېدای شي.»

ورته مهال کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل وايي، د پاکستان په زندانونو کې د پاتې افغان بندیانو د خلاصون لپاره يې هلې ځلې روانې دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل عبدالجبار تخاري څرګنده کړه:«د دوی ټول مصارف اسلامي امارت په غاړه اخیستي دي او ادا کړې دي. له دې نه مخکې هم ۱۴۰۰ بندیان خوشي شوي او د پاتې افغان بندیانو ازادېدو لپاره هڅې کوو.»

بل خوا په پاکستان کې ځينې افغان کډوال وايي، د پاکستان په زندانونو کې افغان بندیان په بد وضعیت کې دي او له سرپرست حکومته غواړي، چې د دوی د ازادېدو لپاره اقدام وکړي.

په پاکستان کې د کډوالو حقونو فعال ابوبکر سلیمان خېل وویل:«دغه افغانان چې دلته پاکستان ته راغلي دي او اسنادونه هم نه لري، نو دوی باید ثبت شي ترڅو د مخامخ شویو ستونزو څخه خلاص شي.»

په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا غړی اول ګل هم څرګندوي:«دلته پاکستان کې افغانان په میاشتو میاشتو پراته دي او د بند موده يې هم پوره شوې ده. موږ د افغانستان له حکومته غواړو، چې د دوی د ازادېدو لپاره اقدام وکړي.»

په پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت د اطلاعاتو پر بنسټ، په پاکستان کې د افغانانو نیول کېدل کم شوي، خو د دغه هېواد په زندانونو کې اوس هم شاوخوا ۶۰۰ افغانان بندیان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه