د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى توماس نېکلاسون وايي چې تراوسه یې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو لپاره هېڅ پرېکنده ژمنه نشته.
ښاغلي نېکلاسون د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې، ټولو هېوادوالو ته د زدهکړې د زمینې برابرولو لپاره د اسلامي امارت د ژمنې پر عملي کېدو ټینګار وکړ.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي وویل:«د نجونو متوسطې او لېسې لا تراوسه د نجونو زده کوونکو پر مخ تړلې دي. له اتلسو میاشتو راهیسې دغه ښوونځي بند دي. په ډسمبر میاشت کې د طالبانو د حکومت چارواکو د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړلې. ما څو وارې د طالبانو له سرپرست وزیرانو سره دغه مسئله مطرح کړې او ډېریو یې دا منلې چې، ښځې باید زدهکړې وکړي؛ خو زه د راتلونکي کال او له نوروز وروسته د پاتې ښوونځيو د خلاصون په تړاو هېڅ ژمنه نه وینم.»
خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، د افغانستان کورني مسایل به د اسلامي اصولو پر بنسټ تنظیم شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړه:«د افغانستان کورنۍ مسایل د افغانستان په خلکو پورې اړه لري. د افغانستان خلک د خپل د هېواد چارې د افغانستان د خلکو د باورونو، غوښتنو او اسلامي ارزښتونو په مطابق تظیم وي که هغه د اقتصاد په برخه کې وي او که سیاست یا تعلیم په برخه کې وي.»
له دې سره سم، د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ویلي، سرپرست حکومت د زدهکړو په برخه کې د افغانانو حقوقو ته ژمن دی.
د سیاسي چارو شنوونکی حسن حقیار وايي:«د افغانانو تمه دا ده چې دغه زمینه ژر تر ژره مساعده شي د دې لپاره چې د هرې دقیقې له تېرېدو سره افغانان شاتګ کوي او دا نه د نړۍ او نه هم د افغانانو لپاره د زغم وړ ده.»
یو شمېر نجونې زده کوونکې لا هم د پاتې ښوونځيو د خلاصون غوښتونکې دي.
زدهکوونکې وايي:«د حکومت له مشرانو زموږ غوښتنه دا ده چې په نوي ۱۴۰۲ کال کې ژر تر ژره د ښوونځيو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.»
بله زدهکوونکې هم څرګندوي:«دوه کاله کېږي چې موږ له درسونو لېرې پاتې یوو او له اسلامي امارته غواړو چې ژر تر ژره د ښوونځيو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.»
له څه باندې یو نیم کال راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي. سره له دې چې، نوي تعلیمي کال ته شاوخوا ۲۰ ورځې پاتې دي؛ خو لا تر اوسه د نجونو د متوسطو او لېسو د خلاصون په تړاو څه پرېکړه نه ده شوې.
په دې اړه مو اندونه