Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اوچا: د ښځو پر کار بندیز بشري مرستې له ۵۰ سلنه کموالي سره مخ کوي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په یو ټویټ کې لیکي چې په افغانستان کې د ښځو پر کار محدودیتونو د پراختیا لړۍ ټکنۍ کړې ده.

دغه دفتر پر خپل ټوټېرپاڼه لیکلي، هغه کورنۍ چې ښځې یې سرپرستې کوي، تر هغو کورنیو چې نارینه یې سرپرستې کوي، له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

دغه بنسټ زیاته کړې ده، چې د ښځو پر کار لګول شویو محدودیتونو بشري مرستې له ۵۰ سلنې کموالي سره مخ کړې دي.

د اوچا په ټویټ کې لیکل شوي:«په ژوند او ټولنه کې د ښځو د مشارکت محدودیتونه د پرمختګ بهیر ورو کوي او ټولنې ته د بشري مرستو د رسېدو وړتیا له ۵۰ سلنې کموالي سره مخ کوي. هغه کورنۍ چې سرپرستې یې ښځې کوي، د هغو کورنیو پرتله چې نارینه یې سرپرستي کوي، ډېرې ستونزې او لږ عاید لري.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا په دې هکله داسې وايي:«د ښځو له حضور پرته یو هېواد نه شي کولای چې په خپلو پښو ودرېږي او نه شي کولای چې اقتصادي او ټولنیزې ودې ته ورسېږي.»

بل خوا د اقتصاد وزارت مرستیال وایي چې په هېواد کې ۲۶۰ بهرني بنسټونه فعالیت لري.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري څرګندوي:«دم‌ګړۍ په هېواد کې ۲۶۹ فعالې بهرنۍ موسسې حضور لري چې د هغوی ۱۸ یې د اسلامي امارت له فتحې وروسته کاري جواز ترلاسه کړی دی.»

ورته مهال هغه کورنۍ چې ګټیالۍ یې یوازې ښځې دي له ګڼو ستونزو سر تکوي.

۲۷ کلنه یلدا د خپلې کورنۍ یوازینۍ نفقه پیداکوونکې ده. دا وایي، چې په یوه خصوصي بنسټ کې یې کار کاوه؛ خو د ښځو پر کار کولو د محدودیت له لګول کېدو وروسته وزګاره شوې ده او د خپلې کورنۍ د اړتیاوو لپاره یې خپل د کور وسایل پلورلي دي.

یلدا وايي:«زه لوستې یم انګلیسي مې هم زده‌ ده؛ د نالوستو ښځو په څېر، داسې په خدای باور وکړئ که چېرې حتا په کور کې هم کار پیدا شي که د کالیو منځيل هم وي کوم یې.»

اخوا د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د ښځو پر کار لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.

د کابل اوسېدونکی سمیع الله څرګندوي:«هغوی چې سرپرست نه لري. باید ورته اجازه ورکړل شي چې یو کاروبار وکړي چې کورنۍ ته یې نفقه پیدا کړي.»

د کابل بل اوسېدونکي نقیب هم وویل:«هغه ښځې چې بېکاره دي او سړي نه لري باید ورته یو کار ورکړل شي.»

تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو ویلي چې ښځې د مرستې رسونې یوه مهمه برخه ده او د بهرنیو بنسټونو له ۳۵ تر۴۵ سلنې پورې کاري ځواک جوړوي.

بل خوا د اقتصاد وزارت مرستیال وایي چې په هېواد کې ۲۶۰ بهرني بنسټونه فعالیت لري چې په دغو بنسټونو کې ښځې هم کار کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه