Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو له حضور پرته د هېواد په سړو سیمو کې د دولتي پوهنتونونو د درسونو پیل

نن دوشنبه (د کب په ۱۵مه) د کابل په ګډون د هېواد په سړو سیمو کې د نجونو له حضور پرته دولتي پوهنتونونه پیل شول.

د لوړو زده کړو وزارت وایي، چې د دغه وزارت د مشرتابه د شورا د پرېکړې له مخې د هېواد په ټولو سړو سیمو کې پوهنتونونه پرانیستل شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیا الله هاشمي وايي:«د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ نن د کب ۱۵مه په ټولو پوهنتونونو کې درسونه پيل شول او الحمدالله ټولو زده‌کړیالانو او استادانو په یوې امنه فضا کې خپلو درسونو ته حاضر شول.»

ځينې نارینه زده‌کړیالان د پوهنتونونو د پرانیستو هرکلی کوي او له اسلامي امارته غواړي چې نجونو ته هم د تحصیل اجازه ورکړي.

زده‌کړیال عابد وايي:«نن ټول هلکان کولای شي چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، خپلو درسونو ته راغلي دي؛ خو له بده مرغه زموږ خویندې د علم له نعمته بې برخې پاتې دي نه شي کولای چې خپلو درسونو ته دوام ورکړي.»

بل زده کړیال ناصر هم وویل:«خوشحاله یوو دا چې پوهنتون پيل شو؛ خو دا چې زموږ خویندې نه شي کولای په پوهنتونونو کې ګډون وکړي غمجن یم.»

که څه هم د نارینه‌وو پر مخ پوهنتونونه پرانیستل شوي دي، خو تر اوسه د ښځینه‌وو برخلیک څرګند نه دی.

ځينې ښځينه محصلانې د محرومیت تر سیوري لاندې د نوي تحصیلي کال پېلېدل ناهیلوونکي ګڼي.

محصله صوفیا وايي:«د کب ۱۵مه د افغان نجونو لپاره یوه ناهیلې کوونکې ورځ ده، چې دغه ورځ زما لپاره د یوې افغانې نجلۍ په توګه یوه بده تاریخي ورځ وه.»

زده کړیاله شبانه هم څرګندوي:«دا د دې لامل شو چې موږ روحي ناروغې شو او زموږ د اندېښنې لامل شي، زموږ د اضطراب لامل شي چې موږ خواشینې شو او په کور کې پاتې شو.»

بله زده‌کړیاله فرحناز هم زیاتوي:«درس، تحصیل، ښوونځی، پوهنتون او نجونه یې له سیاست سره وتړل. چې له بده مرغه د کار او درس سیاسي کول سم کار نه دی.»

د پوهنتون ځينې استادان د لوړو زده‌کړو په بهیر کې د نارینه او ښځينه محصلانو حضور د هېواد د پرمختګ لپاره مهم ګڼي.

د پوهنتون استاد مرتضی حسیني وویل:«که چېرې موږ وغواړو چې یو پرمختللی هېواد وو، باید د هېواد ټول وګړي د هر ډول جنسیتي، مذهبي او جغرافیايي ثبات او ټولو توپيرونو په پام کې له نیولو پرته، د ټولو هېوادوالو په مخ پرانیستل شي.»

د پوهنتون استاد مصطفی مدثر هم وايي:«سرپرست حکومت د افغانستان هلکانو ته اجازه ورکړه چې خپلو زده کړو او پوهنتونونو ته ستانه شي. خو د افغانستان نجونو ته چې د افغانستان د لوړو زده‌کړو ټولنې نیمايي جوړوي. دغه اجازه نه ده ورکړل شوې. زما په اند یوازینۍ حل لار یې دا ده چې د افغانستان هلکان هم لوړې زده‌کړې او پوهنتونونه او خپل ټولګي تحریم کړي.»

د لیندۍ پر ۲۹، د لوړو زده‌کړو وزارت په یوه مکتوب کې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو پر مخ لوړې زده‌کړې وځنډولې چې دغه پرېکړه له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوه.

برخی از استادان دانشگاه نیز از امارت اسلامی می‌خواهند که فرمان تعلیق تحصیل دختران را ملغا کند. آنان، تحصیلات عالی دختران و پسران را مهم می‌دانند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه