Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران له بندخونو د څه باندې ۵۰۰ افغان وګړو ازادېدل

د ایران حکومت څه باندې ۱۷۰۰ افغان وګړي چې د دغه هغه هېواد په بندخونو کې زنداني دي، اسلامي امارت ته سپاري.

د دغو زندانیانو لومړۍ برخه چې څه باندې ۵۰۰ کسان دي، نن د هرات په اسلام کلا مرز کې سرپرست حکومت ته وسپارل شول.

ټاکل شوې ده چې د روانې اوونۍ تر پایه د ایران له بندخونو ازاد شي.

په ایران کې د اسلامي امارت سفیر فضل محمد حقاني وویل:«۱۷۸۶ یا هم ۱۷۲۸ تنه دي چې ان‌شاالله په درې ورځو کې به افغانستان ته ولېږدول شي او دغه کسان به د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شي.»

د هېواد د زندانونو عمومي رییس په وینا، له دې بندیانو ۴۰۰ تنه په اعدام محکوم دي. د دې ادارې د رییس په وینا، له ایران څخه ټول را استول شوي بندیان به د هېواد د قوانینو پر بنسټ محاکمه شي.

د زندانونو عمومي رییس محمد یوسف مستري وايي:«هغه پرېکړه چې هغوی کړې، د هغې پرېکړې بر بنسټ، ان‌‌شاالله دغه کسان زموږ په هېواد کې وساتل شي، البته که چېرې داسې وه چې دغو کسانو ته د زموږ په محکمو کې ازادي ورکړل شي، هغوی له موږ سره هوکړه کړې. ډېریو یې د خپل بند نیمه موده تېره کړې ده.»

زیات شمېر دغو بندیانو د ایران په زندانونو کې د بند موده تېره کړې ده. دغه بندیان د بېلابېلو جرمونو په تور حتا تر ۳۰ کلونو بند هم محکوم شوي دي.

بندي غلام رسول وویل:«په موږ دېره سخته تېره شوه، ډېره سخته وه. په هغه هېواد کې چې غریب وئ، ډېره په سختۍ تېرېږي، خو اوس دلته ډېر خوشحاله یوو چې خپل هېواد ته راغلي یو او د بند پاتې موده مې زغمم.»

بل بندي محمد عوض هم وايي:«په ایران کې د مواد په جرم بندي شوم، ۱۳ کاله بند مې درلود»

په تهران کې د افغانستان سفارت د شمېرو پر بنسټ، اوس مهال د ایران په زندانونو کې شپږ زره افغان کډوال بندیان دي. زیات شمېر دغه بندیان د نشه‌یي توکو د قاچاق، وژنې، غلا او یو شمېر نورو جرمونو په تور په اوږد بند محکوم شوي دي.

په ایران کې د افغانستان سفارت په وینا، راتلونکي کې به هېواد ته د لا زیاتو بندیانو د لېږد بهیر هم پیل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه