Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګوټرش: په افغانستان کې ښځې او نجونې له ټولنیز ژونده ایستل شوې دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش، د ښځو د وضعیت په کلنۍ غونډه کې وايي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له ټولنیز ژونده ایستل شوې دي.

ښاغلی ګوټرش ټينګار کوي چې د ملګرو ملتونو سازمان په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو د حقونو د رعایت مسله تعقیب وي او د دې لپاره چې افغان ښځې او نجونې خپل حقونه ترلاسه کړي، له هېڅ هڅې به لاس په سر نه شي.

انټونیو ګوټرش وویل:«د ښځو د وضعیت د کمېسیون غونډه د ملګرو ملتونو په کلنیو پېښو کې یوه له ترټولو مهمو پېښو ده. او داسې مهال چې ښځې په ټوله نړۍ کې له ناوړه ګټې اخیستنې، تېري او ګواښ سره مخامخ دي، لا ډېر اهمیت پیدا کوي. هغه پرمختګ چې په دې برخه کې په څو لسیزو کې شوی، زموږ د سترګو په وړاندې له منځه ځي. په افغانستان کې ښځې او نجونې له عمومي ژونده ایستل شوې دي.»

له دې سره هم‌مهاله، په هغې غونډه کې چې په نیویارک کې د ښځو د وضعیت په تړاو جوړه شوې وه، د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې په هېواد کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري څرګندوي:«دا هغه پيغام دی چې زه یې تل ترلاسه کوم او له طالبانو او نړۍوالې ټولنې سره مې په هره غونډه کې لرلی، د افغان ښځو مسئله د میز پر سر ده او موږ باید د افغان ښځو د حقونو دفاع کوونکي واوسو.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست هم، په دې غونډه کې ښوونځيو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز له اسلامي ارزښتونو او د بشري حقونو له قوانینو سره په ټکر کې ګڼي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي:«د دغو سیاستونو دوام به، په افغانستان کې اقتصادي او ټولنیز وضعیت لا خراب کړي او تلپاتې پرمختګ، ځان بسیاینې، سولې او هوساینې ته د افغانانو د رسېدو هڅې به له ستونزو سره مخ کړي.»

د ښځو د حقونو فعالې مریم معروف آروین هم وویل:«په افغانستان حاکم چارواکي دې د افغانستان خلکو غږ ته دې لبیک ووايي او د افغان نجونو د زده‌کړو حق د تامین په درشل کې هڅه وکړي خنډ دې نه رامنځته کوي.»

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د افغان ښځو د وضعیت په تړاو اندېښنې بې بنسټه ګڼي او وایي چې په هېواد کې د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«اسلامي امارت د یوه نظام او مسوول په توګه، د افغانستان د ټولو وګړو حقونه تامین وي او د باورونو او عقیدو او اسلامي ارزښتونو په مطابق ګام پورته کوي. نو په دې برخه کې باید هېڅ لوری اندېښنه ولري.»

دا په داسې حال کې ده، څه باندې ۵۳۰ ورځې کېږي چې نجونې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري. د دې ترڅنګ د نجونو زده‌کړیالانو د تحصیل د دوام برخلیک هم تراوسه روښانه نه دی

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د افغان ښځو د وضعیت په تړاو اندېښنې بې بنسټه ګڼي او وایي چې په هېواد کې د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه