Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ریچارډ بينټ: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی په خپل دویم راپور کې وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی.

ښاغلي بينټ په دغه راپور کې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

ریچارډ بينټ د مرستو په رسولو کې د ښځو رول مهم ګڼلی دی.

هغه وویل:«د تېر کال د سپټمبر په میاشت کې ما په خپل راپور کې د بشري حقونو د وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او ويلي مې و، افغانان د بشري حقونو په داسې بحران کې ایسار دي چې نړۍ یې د حل توان نه لري، خو له بده مرغه باید ووایم چې د ښځو د حقونو څخه سرغړونه، د بشري حقونو، او فقر کچه نوره هم په تېزه سره لوړه شوې ده.»

ریچارډ بينټ په خپل راپور کې لیکلي، هېڅ هېواد نه شي کولی چې نیمایي نفوس په عملي توګه په خپلو کورونو کې بندي وي. هغه ويلي، پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه به په اوږد مهال کې د افغانستان پر ټول نفوس ناوړه اغېز وکړي.

په جنیوا کې د افغانستان استازي هم په دې غونډه کې وايي، چې د طالبانو فرمانونو په افغانستان کې د بشري حقونو بحران لا زيات کړی دی.

نصیر احمد اندېشه د بشري حقونو شورا له غړو غوښتي چې له اوسني حکومت سره تعامل دې له بشري حقونو سره مشروط کړي.

نصیر احمد انديشه وايي:«موږ د دې شورا له ټولو غړو غواړو، ډاډ ترلاسه کړي چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د افغانانو د بشري حقونو او اساسي آزادیو ته په درناوي سره مشروط وي.»

خو اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ریچارډ بينټ راپور ردوي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، چې د ټولو افغانانو حقوق د شریعت په رڼا کې خوندي دي.

د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي طلوع نیوز ته وویل:«له بده مرغه بهرني هېوادونه زموږ د هېواد له واقعي مسایلو، له هغو جریانونو چې په هېواد کې روان دي، کره معلومات نه لري. له همدې امله په ناسمو معلوماتو تکیه کوي.»

ورته مهال اروپايي ټولنې له ۷۰ هېوادونو سره په ګډه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

په دې اعلاميه کې راغلي چې په غير دولتي موسسو کې د ښځو د کار د ځنډولو حکم، د مېلیونونو افغانانو ژوند چې په بشري مرستو پورې تړلی دی، له خطر سر مخ کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه