د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وايي چې په هېواد کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړلي پاتې کېدل دایمي نه دي، بلکې تر امر ثاني پورې به ځنډېدلي وي.
د دغه وزارت سرپرست د قاضیانو او مفتیانو په فراغتغونډه کې زیاتوي، اسلامي امارت د ټولو افغانانو حقونو خوندیتوب ته ژمن دی.
ندا محمد ندیم په دغو مراسمو کې وویل:«د اناثو د تحصیل مسلې په اړه په لومړیو کې چې څه وویل شول، هغه تر امر ثاني پورې د نجونو د زدهکړو ځنډېدل و، نه په مطلق ډول د دوی پر مخ د پوهنتونونو بندېدل.»
د اسلامي امارت دغه چارواکی وايي چې د پوهنتونونو د ښځینه استادانو او کارکوونکو تنخواګانې کمې شوې نه دي. نوموړی له خلکو غواړي، چې د اسلام دین او افغاني کلتور خلاف غوښتنې مطرح نه کړي.
نوموړي په دې هکله څرګنده کړه:«زموږ د پوهنتونونو کومې استادانې او یا مسوولینې چې دي ټولو ته اوس په کور معاشونه ورکول کېږي او د چا په معاش کې هیڅ کمبود نه دی راغلی.»
ورته مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او د کابل والي د افغانانو ترمنځ پر یووالي ټینګار کوي او په خبره يې، قاضیانو ته باید مناسبې تنخواګانې او د ژوند ښې اسانتیاوې برابرې شي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وویل:«هېڅکله باید قاضي د چا تر اثر لاندې نه شي او دا وکولای شي، چې ښه په جرات سره خپلې فیصلې وکړي او د چا فشار ته تسلیم نه شي.»
د کابل والي محمد قاسم خالد هم څرګنده کړه:«زموږ او ستاسو مفتیان مبارکان یوازې د مفتي نوم باندې باید بسنه ونه کړي، بلکې له ځانه حقیقي مفتي جوړ کړي.»
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ډاډ ورکوي، چې اسلامي امارت د تحصیلي نظام پیاوړتیا ته ژمن دی او هڅه کوي، ترڅو هېوادوال د زدهکړو ترسره کېدو لپاره له هېواده بهر تګ ته اړ نه شي.
په دې اړه مو اندونه