Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په څو میاشتو کې د قوش‌تېپې کانال د لومړي فاز بشپړېدل

د ریاست الوزرا مرستیالان بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې وایي، اسلامي امارت د قوش‌تېپې کانال پروژې د بشپړولو په برخه کې ژمن دی او تمه ده چې د دغه کانال د لومړي فاز د جوړولو کار تر راتلونکو څو میاشتو بشپړ شي.

د اسلامي امارت د دغه لوړپوړي چارواکي په وینا، د دې کانال د چارو بشپړېدو سره به افغانستان له امو سینده خپله ونډه تر لاسه کوي او ګاونډیان باید په دې تړاو اندېښنه و نه‌لري.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي: «هېڅ ګاونډی باید کوم تشویش باید و نه‌لري. موږ تر اوسه پورې چې دا کوم کار شروع کړی دی هغه نیت او فکر لرو چې هغه کوم حقیت په دغه اوبو کې ثابت دی حتا هغه حقیت لا څه کوې چې هغه څخه کم یانې نصف حقیت، موږ په‌دې حوالې امید لرو چې دا اوبه له دې سیند یانې له دې رود څخه راشي.»

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي زیاتوي: «هیله لرو چې لومړی فاز تر غبرګولي یا چنګاښ او زمري پورې او همدې وخت پورې انشاء الله بشپړېږي. وروسته بیا په دویم او درېیم فاز کار پیلېږي.»

د ریاست الوزرا اداري مرستیال همداراز زیاتوي، د دې پروژې بشپړېدو سره به افغانستان د غله جاتو په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي زیاتوي: «ان‌شاء الله که دا پروژه بشپړه شي، نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د سیمې په کچه خپل اهمیت لري. ان‌شاء الله افغانستان د غله جاتو او خوراکي توکو برخه کې په بشپړه توګه پر ځان بسیا کېږي.»

د ملي پراختیا شرکت رییس عبدالرحمن عطاش وايي: «کارونو یې ۶۸ سلنه پرمختګ کړی دی.»

د ملي پراختیا شرکت مسوولینو په وینا، اوس‌مهال څه باندې څلور زره ماشینونه او ۶۵۰۰ تنه په ۹۷ کاري ډلو کې په‌دې کانال کې کار کوي او د لومړي فازم د کنلو سربېره، د دې کانال د سربند او د مزارشریف-حیرتان ترمنځ د ارتباطي پله د جوړولو چارې هم روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه