Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بلخ ولایت په مقام کې چاودنه؛ په‌دې پېښه کې د بلخ والي وژل شوی

د بلخ والي مولوي محمد داوود مزمل نن (پنج‌شنبه) سهار مهال د دې ولایت په مقام کې دننه د یوې چاودنې پر مهال وژل شوی دی.
دغه پېښه د پنج‌شنبې ورځې سهار هغه مهال رامنځ‌ته شوه چې بریدګر په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته د بلخ والي دفتر ته نږدې چاودنه ورکړه.

د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند وایي، په‌دې پېښه کې د بلخ والي محمد داوود مزمل تر څنګ دوه تنه نور وژل شوي او څلور تنه هم ټپیان دي.

د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وايي: «نن سهار شاوخوا نهه بجې یو تن چې چاودېدونکي توکي یې ځان پورې تړلي وو، د بلخ په والي الحاج مولوي محمد داوود مزمل باندې چاودنه وکړه چې له بدبختانه د دې چاودنې په ترڅ کې د بلخ ولایت والي، مولوي محمد داوود مزمل او سره له دوه ملکیانو په شهادت ورسېده و همدارنګه څلور تنه نور چې په دوی کې درې تنه نظامیان دي او یو تن ملکي دی ټپیان دي.»

عیني شاهدان وایي، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې بریدګر ځان د بلخ والي دفتر دننه رسولی وو او خپلو توکو ته یې چاودنه ورکړې ده.

خیرالدین د پېښې ټپي وايي: «یوه دوه حاضرباشان راغلل دروازه یې ورته خلاصه کړه، هغه راننوته، دروازه یې بېرته بنده کړه، ما ولېدل چې قدم یې وهه، ښکته لاړم، له توپ نه لږ کوز تېر شوم، یو ځل د خلکو په منځ کې درز شو.»

د پېښې د ټپي خپلوان صفت الله وايي: «دې ته باید مسوولان ډېره پاملرنه وکړي، ځکه نوی کال او د روژې میاشت نږدې ده. کله چې امنیتي مسوولان خپله سیمه تر کنټرول لاندې نه نیسي.»

داوود مزل د اسلامي امارت له چارواکو وو چې مخکې له دې یې په بېلابېلو حکومتي برخو کې دنده ترسره کړې وه.

محمد داوود مزمل واک ته د اسلامي امارت بیا ځلي رسېدو وروسته، د ننګرهار د والي او د کورنیو چارو وزارت مرستیال په توګه هم دندې اجرا کړې وې.

هغه پنځه میاشتې مخکې د اسلامي امارت مشر د فرمان پر بنسټ د بلخ والي په توګه ګومارل شوی وو.

د دې برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه منلی دی.

د بلخ امنیې قومندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یو کس د والي دفتر ته نږدې د دې ولایت ودانۍ په دویم پوړ کې ځان پورې تړلي ځانمرګي واکسټ ته چاودنه ورکړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه