په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی د امنیت شورا په ناسته کې وایي، په افغانستان کې پر ښځو د اسلامي امارت وروستي محدودیتونه د افغانستان د ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې له خوا یو قوي ځواب غواړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې غونډې اصلي محور د افغان نجونو او ښځو وضعیت دی.
په دې غونډه کې د امریکا استازي په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر اوسني وضعیت نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې واشنګټن به پهدې برخه کې چپه خوله پاتې نهشي.
په ملګرو ملتونو د امریکا استازې مرستیال رابرټ ووډ وايي: «د طالبانو دغه پراخ محدودیتونه د افغانستان د ګاونډیو او نړۍوالې ټولنې یو قوي ځواب غواړي. موږ نشو کولی چې کرار کېنو او وګورو چې طالبان ښځې له ټولنیزه ژوند حذفوي. آمریکا له طالبانو غواړي چې، د خپل حکومت د ملاتړ لپاره یوه معتبره پروسه پیل کړي او دا وښيي چې، د افغانستان دولت د ښځو او لږکیو استازولي کوي.»
په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو سفیره لانا نسیبه وايي: «دغه ډول پرېکړې له اسلام او د افغانستان له کلتور سره هېڅ اړخ نه لګوي او د دغه هېواد د منزوي کېدو ګواښ لاپسې غښتلی کوي. موږ پر دې باور یو چې، امنیت شورا باید په افغانستان کې د نړۍوالو د تعامل پر تګلارې بیا کتنه وکړي.»
پهدې غونډه کې د روسیې استازي په افغانستان کې د تل پاتې سولې رامنځته کېدل د سرپرست حکومت له چارواکو سره له تعامل پرته ناشونی وباله.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی انا اوستینوا وايي: «په افغانستان کې د تل پاتې سولې رامنځته کېدل له نویو چارواکو سره له تعامل پرته ناشونی دی او سیاسي مشارکت، له ترهګرۍ او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې بهیر او همداراز بشري او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونه له خطر سره مخوي.»
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي: «تعامل باید په افغانستان او له افغانستانه بهر د مترقي او ډيموکراټ افغانانو د ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي حقونو خنډ و نهګرځي.»
پهدې غونډه کې د هند او پاکستان استازو د نړۍوالې ټولنې موخو ته د رسېدو لپاره له اسلامي امارت سره تعامل تر ټولو غوره لاره وبلله.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی منیر اکرم وايي: «پاکستان پر دې باور دی چې، د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د ساتنې، د ټول ګډونه حکومت جوړېدو او په افغانستان کې دننه او بهر د ترهګرۍ د لمنځه وړلو په برخو کې د نړۍوالې ټولنې موخو ته د رسېدنې لپاره تر ټولو غوره لاره د افغانستان له لنډ مهالي حکومت سره د تعامل دوام دی.»
په ملګرو ملتونو کې د هند استازی روچیرا کمبوج زیاتوي: «زه غواړم یو ځل بیا په ټینګار سره ووایم، په افغانستان کې به د سولې او ثبات ټينګښت زموږ لومړیتوب وي او هند به له افغان ولسه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. په افغانستان کې سوله او ثبات ضروري او ډېره مهمه اړتیا ده او موږ ټول باید ورته کار وکړو.»
خو په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس بیا وايي، سرپرست حکومت د اسلامي شریعت پر بنسټ د ښځو حقونو ته ژمن دی.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وايي: «موږ خپلې ژمنې ته چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد نه کارول کېږي، ژمن یوو او همداراز غواړو د خپلو خلکو، ښځو او نارینهوو غوښتنې چې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې وي، حل کړو.»
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غونډې وروسته البانیا، برازیل، اکوادور، فرانسې، گابون، جاپان، مالتا، سویس، متحده عربي امارات او بریتانیا د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې، له ځنډ پرته پر ښځو هر ډول لګول شوي محدودیتونه لغوه کړي.
په دې اړه مو اندونه