Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو دوام په اړه د یوناما رییسې خبرداری

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوینه ماموریت (یوناما) رییسه خبرداری ورکوي، که په افغانستان کې ښځو ته د کار اجازه ورنه‌کړل شي، له دې هېواد سره به د دې سازمان د مرستو تر څنګ نورې بشپرپاله مرستې هم کمې شي.

روزا اوتونبایوا د ملګروملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د وینا پر مهال زیاته کړې چې په روان مېلادي کال کې یې له افغانستان سره له څلور مېلیارډ او شپږ سوه مېلیونه زیاتو ډالرو مرستې غوښتنه کړې او که د ښځو مسله همداسې دوام ومومي، یادې مرستې به له خطر سره مخ شي.

اغلې اوتونبایوا په‌دې ناسته کې وویل: «که ښځې د کار اجازه ونه لری؛ نو ښايي د افغانستان لپاره بودجه به راکمه شي. د بېلګې په توګه هغه غیر دولتي سازمانونه چې د ښځو له لوري اداره کېږي د خپلو فعالیتونو درولو ته به اړې شي. که مرستې کمې شي؛ نو د آمریکا نغدي ډالرې مرستې چې، د افغان ولس د ملاتړ لپاره لازمي دي، هم راکمې شي.»

نوموړې په‌دې غونډه کې زیاته کړه، ملګرو ملتونو افغانستان ته د ۲۰۲۳ کال لپاره د ۴٫۶ مېلیارډ ډالرو مرستو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د یوناما مشره زیاتوي: «د افغانستان دوه درېیمه برخه یا ۲۸ مېلیونه خلک به سږ کال د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري او د دغو مرستو د برابرولو لپاره ۴٫۶ مېلیارډ ډالرو ته اړتیا ده.»

له دې سره سم، د اقتصادي چارو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي چې، که له افغانستان سره کېدونکې مرستې پرې شي؛ نو په دغه هېواد کې به بشري ناورین لاپسې پراخ شي.

د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري زیاتوي: «له ملګرو ملتونو د افغانانو غوښتنه دا ده چې خپلې بشرپاله مرستې له سیاسي مسایلو سره و نه تړي او له بشرپاله مرستو دې سیاسي ګټه پورته نه‌شي.»

خو اقتصاد وزارت بیا له افغان ولس سره مرستې د نړۍوالې ټولنې مسوولیت ګڼي. د دغه وزارت مسلکي مرستیال زیاتوي، د دغو مرستو درېدل به د افغانستان پر وضعیت منفي اغیز وکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «د اسلامي امارت هڅه همدا ده چې د فعالې ډېپلوماسۍ له لارې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړل شي او نه یوازې بشرپاله مرستې؛ بلکې د زېربناوو د جوړولو په موخه دې پرمختیايي مرستې هم له افغانستان سره دوام پیدا کړي.»

تر دې مخکې اروپايي ټولنې له افغانستان سره د مالي او بشري مرستو کمول د افغان ولس په زیان بللی وو. د دې ټولنې د بهرني سیاست مسوولین ویلي چې، د اسلامي امارت د سیاستونو له امله نه ښايي چې له افغان ولس سره بشري مرستې راکمې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه