د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت غوښتونکی دی.
امیر حسین عبداللهیان له خپل ترکي سیال سره په یوه ګډې خبري ناسته کې ټینګار کوي چې دمګړۍ په افغانستان کې سرپرست حکومت په رسمیت نه پیژني، خو له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وايي: «په رسمیت مو نهدی پېژندلی، خو هیله لرو چې د افغانستان چارواکو سره مو چې کومې خبرې درلودې د هغې په چوکاټ کې ژر تر ژره په دې هېواد کې د یوه ټولګدونه حکومت د جوړولو شاهدان واوسو.»
د چارو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي چې، د ټول ګډونه حکومت جوړېدل د افغانستان په ګټه دی.
د سیاسي چارو کارپوه افغان یار وايي: «د ټولګدونه حکومت بحث چې کله له اسلام کلا څخه تر تورخم، د بدخشان له واخان څخه تر نیمروز او د حکوموالۍ په اډانه کې د افغانستان ملت ګډون ولري، دا یو ښه غوراوی دی.»
د سیاسي چارو یو بل کارپوه وايي: «اړتیا ده چې یو پراخ او ټولګډونه حکومت جوړ شي او افغانان وکولای شي پهدې کې ونډه ولري او په ورته وخت کې د افغانستان په پرمختګ کې دوی کار وکړي.»
اسلامي امارت ونه غوښتل پهدې تړاو له طلوع نیوز سره خبرې وکړي، خو تر دې مخکې یې د حکومت د جوړېدو څرنګوالی کورنۍ موضوع بللې وه.
تر دې مخکې ځینو نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان، روسیې، تاجیکستان او آمریکا هم په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی وو.

په دې اړه مو اندونه