Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پوهې ډالۍ برنامه؛ په کابل کې یو شمېر ښځو پر نورو وړیا کتابونه ووېشل

په کابل کې یو شمېر ښځو په ټولنه کې د مطالعې کلتور د دودولو په موخه پر یو شمېر نورو ښځو کتابونه ووېشل.

د دې برنامې جوړوونکې ښځو دغه کتابونه د مارچ اتمې یا ښځو پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت په وړیا ډول وېشلي دي.

د برنامې جوړوونکې خاطره حصار په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «په ښځو کې د کتاب لوستنې کلتور د بنسټیز کولو په موخه مو دغه برنامه جوړه کړې او په یو ډول دغه ورځ ونمانځو.»

د دې برنامې یوه بله جوړوونکې خسنا سروري وايي: «زموږ پیغام د پوهې ډالۍ کول دي، موږ وغوښتل له دې لارې خپل پیغام ورسوو چې هر څومره پر موږ محدودیتونه ولګول شي، بیا هم لاس پر سر نه کېږو او خپلې لارې ته دوام ورکوو.»

له دې سره سم، د دې کمپاین یو شمېر ګډونوالې بیا له اسلامي امارته غواړي چې نجونو او ښځو ته هم د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د دې برنامې ګډونواله حسنا وايي: «دغه ډول غونډې او د کتابونو ډالۍ د هېواد د کلتور په وده کې اغېزناک تمامېږي، ځکه ټول ځوانان او نجونې د کتاب لوستنې لپاره انګېزه پیدا کوي.»

د دې برنامې یوه بله ګډونواله حسیبه وايي: «له اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې لومړی د زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزې، څو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړای شي.»

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر هېوادوال او کتاب پلورونکي وايي، له دوو کلونو راهیسې په هېواد کې مطالعې ته د خلکو لېوالتیا او د کتاب پېر او پلور په بې‌مخینې توګه کم شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه