Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د تبیان په کلتوري او ټولنیز مرکز چاودنه کې یو تن وژل شوی

په بلخ کې د تبیان کلتوري او ټولنیز مرکز په چاودنه کې یو تن وژل شوی او اتنه نور چې پنځه خبریالان هم په کې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د بلخ سیمه ییز مسوولان وایي دغه چاودنه چې د شنبې په ورځ له غرمې مخکې د تبیان کلتوري او ټولنیز مرکز له لوري د خبریالانو ورځې د لمانځلو په مناسب جوړې شوې غونډې پرمهال شوې، پنځه خبریالان او درې ماشومان په کې ټپيان شوي او د دغه مرکز یو ساتونکی وژل شوی دی.

د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري وویل:«نن سهار ۱۱ بجې د مزارشریف د دویمې حوزې په اړوند سیمه کې د تبیان په کلتور مرکز چې د اهل تشیع وروڼو اړوند دی، له بده مرغه چاودنه کېږي چې په دغې چاودنه کې پنځه خبریالان او درې ماشومان ټپيانېږي. د ټپيانو وضعیت د قناعت وړ دی.»

ورته مهال ځينې خبریالان او د رسنیو ملاتړي بنسټونه، پر خبریالانو بریدونه غندي او د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې د خبریالانو امنیت ټینګ کړي.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي ټولنې مشرتابه غړی مسرور لطفي وايي:«د بلخ په نننۍ چاودنه چې په پایله کې یې ځينې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ټپيان شول، واقعاً اندېښمنونکې ده او په هېواد کې د په توله رسییزه ټولنه یې منفي اغېز کړی دی.»

خبریال نبي صبوري څرګندوي:«له نننۍ چاودنې سره واقعاً ډېر خواشینی شوم چې زموږ ځينې عزیزان ټپيان شول.»

بل خبریال حیات الله اسحاق زي هم وویل:«خبریالان مې له نږدې ولیدل چې په بسترونو کې وو. ډېر یې ټپيان شوي دي؛ خو د خوښۍ ځای دی چې د خبریالانو له منځه څوک وژل شوي نه دي.»

تراوسه چا د دې چاودنې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی. په وروستیو درېېو ورځو کې دا په مزارشریف ښار کې دویمه چاودنه ده. تر دې وړاندې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د بلخ والي د دغه ولایت د ودانۍ دننه په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د راپورونو له مخې، دا چاودنه د مزارشریف ښار په تبیان کلتوري مرکز کې د یوې غونډې پر مهال رامنځ‌ته شوې او ټاکل شوې وه چې په‌دې غونډه کې خبریالان وستایل شي.

Thumbnail

په بلخ کې د تبیان کلتوري او ټولنیز مرکز په چاودنه کې یو تن وژل شوی او اتنه نور چې پنځه خبریالان هم په کې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د بلخ سیمه ییز مسوولان وایي دغه چاودنه چې د شنبې په ورځ له غرمې مخکې د تبیان کلتوري او ټولنیز مرکز له لوري د خبریالانو ورځې د لمانځلو په مناسب جوړې شوې غونډې پرمهال شوې، پنځه خبریالان او درې ماشومان په کې ټپيان شوي او د دغه مرکز یو ساتونکی وژل شوی دی.

د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري وویل:«نن سهار ۱۱ بجې د مزارشریف د دویمې حوزې په اړوند سیمه کې د تبیان په کلتور مرکز چې د اهل تشیع وروڼو اړوند دی، له بده مرغه چاودنه کېږي چې په دغې چاودنه کې پنځه خبریالان او درې ماشومان ټپيانېږي. د ټپيانو وضعیت د قناعت وړ دی.»

ورته مهال ځينې خبریالان او د رسنیو ملاتړي بنسټونه، پر خبریالانو بریدونه غندي او د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې د خبریالانو امنیت ټینګ کړي.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي ټولنې مشرتابه غړی مسرور لطفي وايي:«د بلخ په نننۍ چاودنه چې په پایله کې یې ځينې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ټپيان شول، واقعاً اندېښمنونکې ده او په هېواد کې د په توله رسییزه ټولنه یې منفي اغېز کړی دی.»

خبریال نبي صبوري څرګندوي:«له نننۍ چاودنې سره واقعاً ډېر خواشینی شوم چې زموږ ځينې عزیزان ټپيان شول.»

بل خبریال حیات الله اسحاق زي هم وویل:«خبریالان مې له نږدې ولیدل چې په بسترونو کې وو. ډېر یې ټپيان شوي دي؛ خو د خوښۍ ځای دی چې د خبریالانو له منځه څوک وژل شوي نه دي.»

تراوسه چا د دې چاودنې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی. په وروستیو درېېو ورځو کې دا په مزارشریف ښار کې دویمه چاودنه ده. تر دې وړاندې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د بلخ والي د دغه ولایت د ودانۍ دننه په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه