Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بې اسنادو موټرو ته د نمبر پلېټ او اسنادو د وېش بهیر پیل

د ترافیکو پولیسو عمومي رییس د رسنیو په مرکز کې په یوې خبري ناسته کې وايي، سر له شنبي ورځې به بې جوازه موټرو ته درې کلن پلېټونه او جوازونه ورکړي.

دغه ریاست ګواښ کوي که‌چېرې د بې اسنادو موټرو خاوندان تر درې میاشتو د جواز سیر د اخستو لپاره اقدام ونه کړي، موټر به یې ضبط شي.

د ترافیکو پولیسو عمومي رییس حسیب الله مختار وايي:«دغو ډول د انتقال واسطو ته به د ولایتونو د ترافیکو مدیریتونو او مرکز کې د ترافیکو ریاست له لوري قانوني ترافیکي جوازونه او موقت دري کلن نمبر پلېټونه ورکړل شي.»

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، د ستونزو حل او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه يې په ټول هېواد کې د یو کیلي موټرو د جوازونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

د دغه وزات مرستیال د اسلامي امارت له ځواکونو او هېوادوالو غواړي، چې ترافیکي قوانین مراعت کړي.

د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال محمد نبي عمري څرګندوي:«د اسلامي امارت لوړ رتبه او ټیټ رتبه مسوولین او خلک باید د ترافیکو قوانین په ځان باندې تطبیق کړي، ترڅو ترافیکو ته ستونزې نه وي.»

بل خوا د ترافیکو پولیسو مسوولان وايي، د روان کال له پیل راهیسې د سلواغې میاشتې تر وروستیو پورې په ټول هېواد کې له زرو ډېرې ترافیکي پېښې شوې دي، چې په‌کې ۸۰۰ تنه مړه شوي دي.

د ترافیکو پولیسو ریاست د پلان مدیر عبدالودود خیرخواه وویل:«په ټول هېواد کې د موټر چلوونکو د بې اختیاطۍ له امله شاوخوا ۱۱۵۰ ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي، چې په‌کې۸۰۰ تنه مړه شوي او ۱۶۲۰ نور ټپیان شوي دي.»

د ترافیکو پولیسو عمومي ریاست د اطلاعاتو پر بنسټ، د یادو موټرو د قانوني ستونزو حل په موخه به د موټرو خاوندانو ته نمبر پلېټونه او جوازونه ووېشل شي.
 
د کورنیو وزات مرستیال محمد نبي عمري د اسلامي امارت له ځواکونو او هېوادوالو غواړي، چې ترافیکي قوانین مراعت کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه