د بلخ په تبیان کلتوري مرکز کې د تېرې ورځې چاودنه له ګڼو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ، د اروپايي ټولنې د استازولۍ شارژدافیرې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، د ایران بهرنیو چارو وزارت، د کابل لپاره د جرمني سفارت، د خبریالانو د خوندینې نړۍوالې کمېټې او یو شمېر نورو هېوادونو او بنسټونه دغه پېښه غندلې ده.
په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د دې پېښې په غندنې سره پر ټویټر لیکي: «پر خبریالانو دغه برید په افغانستان کې پر بیان ازادۍ یو بل ګوزار دی او ملاتړ ته اړتیا لري.»
د بلخ سیمهییز مسوولان وایي دغه چاودنه چې د شنبې په ورځ له غرمې مخکې د تبیان کلتوري او ټولنیز مرکز له لوري د خبریالانو ورځې د لمانځلو په مناسب جوړې شوې غونډې پرمهال شوې، پنځه خبریالان او درې ماشومان په کې ټپيان شوي او د دغه مرکز یو ساتونکی وژل شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې برید په غبرګون کې لیکلي: «په مزارشریف کې د صدای افغان په خبري اژانس او د تبیان په کلتوري او ټولنیز مرکز کې د خبریالانو پر غونډې ناځوانمردانه ترهګریز برید په کلکه غندو. د دغه ډول وحشیانه بریدونو امران او عاملان د ګاونډي هېواد افغانستان د خلکو دوښمنان بولو.»
همداراز، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم دا برید غندلی او زیاته کړې یې ده: «یوناما په مزار شریف ښار کې د خبریالانو پر وړاندې وروستی ناوړه برید په کلکه غندي او داسې عمل پهدې ښار کې د نه منلو وړ پیښه ګڼي. تاوتریخوالی باید ودرول شي. افغان خبریالان په ډیره زړورتیا خپله دنده پر مخ وړي، دوی باید خوندي واوسي.»
له دې سره سم، د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په یوې بیانیه کې لیکلي: «د افغانستان زړور خبریالان په ډېرو سختو شرایطو کې کار کوي. طالبان باید دغه پېښه په ډېرې چټکۍ سره وڅېړي. د دغې پېښې عاملین عدالت ته وسپاري او د هغو کسانو مصونیت ته چې، موخه یې خبریالان دي، باید د پای ټکی کېږدي.»
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ هم دا برید غندلی او شارژدافیرې رافایلا یودیچه یې په اړه پر ټویټر لیکلي: «په بلخ کې پر خبریالانو وروستی برید غندو او غواړو چې دغه ډول تاوتریخوالی پایته ورسېږي.»
له بل لوري یو شمېر خبریالان له سرپرست حکومته غواړي چې د دوی امنیت ساتنې ته پام وکړي.
خبریال صدیق افغان زیاتوي: «په مزارشریف ښار کې پر خبریالانو برید شوی، دا برید د سختې غندنې وړ دی، له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د خبریالانو د امنیت لپاره کوټلي ګامونه واخلي او د داسې پېښو د تکرار مخه ونیسي.»
یو بل خبریال رقیب فیاض وايي: «دا پېښه د اندېښنې وړ ده، له سرپرست حکومت غوښتنه کوو چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یو څرګند میکانیزم جوړ کړي.»
خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په ټول هېواد کې د خبریالانو امنیت نیول شوی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال حیات الله مهاجر فراهي وايي: «د اسلامي امارت په راتلو کې سره په ټول هېواد کې د یوه خبریال د قتل پېښه موږ نهلرو، طبیعي خبره ده پېښې په هر ځای کې امکان لري او دا داسې یوه لومړنۍ پېښه ده چې هغه هم خپله د دوی د سهل انګارۍ له او د بېغورۍ له کبله رامنځته شوې وه.»
په ورته وخت کې د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنه وايي، په بلخ کې د شنبې په چاودنه کې ۱۴ خبریالان ټپیان شوي دي.
د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې مرستیال فرهاد بهروز وايي: «له بده مرغه چې پهدې برنامه کې چاودنه کېږي، د حسین په نوم زموږ یو همکار پهدې ځای کې شهیدېږي او د بېلابېلو رسنیو ۱۴ همکاران ټپیان شوي دي.»
د شنبې په ورځ په بلخ ولایت کې کله چې، د تبیان په کلتوري او ټولنیز مرکز کې خبریالان راټول شوي وو، چاودنه وشوه.
په دې اړه مو اندونه