Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ننګرهار څلور پاتې سټوپې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي

په ننګرهار کې پاتې څلور لرغونې سټوپې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي، د دې سټوپو لرغونتوب د بوداييزم تر دورې رسېږي او په تېر کې يې طبيعي پېښو او خپلسرو کېندنو ډېرې برخې ویجاړې کړې دي، خو ژمنه کوي چې نيمه نړېدلې سټوپې به بېرته په پخوانۍ بڼه ورغوي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رييس نور محمد حنيف وايي: «دغه فیل خانې یا سټوپې چې ویجاړې شوي، دا به په راتلونکې کې په هغه ډول رغوو چې په کوم ډول جوړې شوې دي، تر څو زموږ کورني او بهرني سیلانیان دلته راځي او خوند ترې واخلي.»

ځايي اوسېدونکي وايي، د دغه ډول سټوپو شمېر تر څلوېښتو رسېږي چې له څلورو پرته پاتې نورې يې په بشپړ ډول لمنځه تللي او اوس يې يوازې نښې پاتې دي.

د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالغفار وايي: «دغه سټوپه هم د پخوانۍ ابدې په څېر وه، خو دا په بشپړ ډول نړېدلې ده، که چېرې دې نیمه نړېدلې ته هم پام و نه‌شي؛ نو دا هم د دې بلې په برخلیک اخته ده.»

د ننګرهار سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی  شکرالله زیاتوي: «۳۸ یا ۳۹ غونډۍ دي، موږ له کوچنیوالي دا حساب کړي او ۳۹ دانې دي.»

په ننګرهار کې په بوداييزم پورې تړلې سټوپې چې لرغونتوب يې د اسلام تر راتګ وړاندې دورې پورې رسېږي.

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی  برات ملاخېل وايي: «خلک دلته راغلي وو، دلته یې کېدنې وکړې، لکه څنګه چې یې کورئ، همدا ځای یې له پاسه سوری کړی، د غنمو سوارو په څېر یو څه پراته و، نور یې هېڅ تر لاسه نه‌کړل.»

د ننګرهار سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی شاه زمان زیاتوي: «که دا ورغول شي د کلي بې‌کارانو ته به‌پکې کار او مزدوري پیدا شي او دولت ته به یې ګټه ورسېږي او د یوه موزیم په شکل جوړ شي.»

د موقعيت له مخې دا سټوپې د سبزاباد تاريخي غونډۍ شاوخوا لرې واټن کې جوړې شوي چې له همدې غونډۍ نږدې څلور کاله وړاندې د کېندنو په پايله کې د بوداييزم دورې ګڼ شمېر تاريخي اثار هم تر لاسه شوي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه