Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وثیق:هېواد ته د راستانه شویو شخصیتونو او څېرو لپاره به دکار زمینه برابره شي

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویاند وايي، د افغانستان سرپرست حکومت به هغو استعداد لرونکو او رېښتینو شخصیتونو ته په حکومت کې د کار زمینه برابره کړي، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي او یا هم راستانه کېږي.

احمدالله وثیق وویل:«حکومت ژمن دی د افغان شخصیتونو وړتیا، استعداد او صداقت ته په کتو سره کېدای شي، چې دوی د حکومت په ځینو برخو کې راشي، ځکه د تېر نظام په لکونو مامورین اوس‌مهال د حکومت یوه برخه ده او معاشونه اخلي.»

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون زیاتوي، تر اوسه د وزیرانو، والیانو، جنرالانو، د ملي شورا غړو او پخوانیو سیاسي او پوځي شخصیتونو په ګډون له ۵۰۰ ډېر سیاسي شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي دي.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویاند احمدالله وثیق وايي:«له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له لارې تر اوسه پورې ۵۱۳ افغان شخصیتونه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي، چې په‌کې وزیران، والیان او مرستیالان هم شامل دي.»

خو هېواد ته د سیاسي څېرو او پخوانیو چارواکو راتګ لپاره څه ته اړتیا ده.

د برېښنا شرکت پخوانی رییس امان الله غالب څرګنده کړه:«که‌چېرې اسلامي امارت په رېښتیا سره دې برخه ته کار کوي، نو متخصصین او وړ کدرونه باید خپل هېواد ته راوغواړي.»

د سیاسي چارو شنونکی ستانه ګل شیرزاد وویل:«د حل لار دا ده، چې طالبان باید خپله غېږ پراخه کړي او په خپله پالیسۍ کې بدلون راولي او بین الافغاني ډیالوګ ته زمینه برابر کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي هم وايي:«د افغان شخصیتونو خپل هېواد ته د راتګ لپاره څه چې لازمي دي باید د نجونو پر وړاندې ښوونځي خلاص شي او ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي.»

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته د هغو افغان سیاسي او نظامي شخصیتونو د راستنېدو په موخه جوړ شوی، چې له هېواده وتلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه