Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د طلاق په شمېر کې کمښت راغلی

د افغانستان سترې محکمې په خوش‌بینۍ سره په هېواد کې د طلاق د شمېر له کمښت سره وايي چې په تېرو درې میاشتو کې په ټول هېواد کې د طلاق ۴۰۰دوسیې ثبت شوې دي.

د سترې محکمې ویاند مرستیال مولوي عنایت الله په دې هکله وویل:«په تېرو درې میاشتو کې د افغانستان اسلامي امارت په ټولو محکمو کې د طلاق ۴۰۰ دوسیې راغلې دي چې له دې ډلې ۲۲۰ دوسیو ته رسېدلي، ۵۰ قضیې مسترد شوي او په نورو کار روان دی.»

مریم د هغې ښځې مستعار نوم دی، چې څه باندې دوه لسیزې یې ګډ ژوند کړی، خو اوس غواړي چې له خپل مېړه جلا شي. دا هغه څه چې کورنی تاوتریخوالی او د خپل ژوند نورې ستونزې یې ګڼي، له سترې محکمې غواړي چې پر دوسیې غور وکړي.

د طلاق غوښتونکې مریم وايي:«اتلس میاشتې کېږي چې د محکمې لپاره ځم راځم. زموږ ژوند سم مخته نه ځي او نه شو کولای چې سره ژوند وکړو.»

خو یو مدافع وکیل وایي چې په نوي حکومت کې د طلاق د دوسیو څېړل پېچلي شوي او د پخوا په څېر په چټکتیا سره نه څېړل کېږي.

مدافع وکیل هبت الله ناقد څرګنده کړه:«د اسلامي امارت په محکمو کې د تېر په څېر کار یې په اسانۍ د جدایۍ حکم نه کوي. غواړي ډېره څېړنه وکړي او ریښه یې پیدا کړي، چې مسئله څه ده.»

بل خوا، د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د محاکمو له لوري د ښځو د طلاق غوښتنې دوسیو ته د عادلانه رسېدنې غوښتنه کوي.

کورنی تاوتریخوالی او اقتصادي ستونزي د طلاق د ډېری دوسیو له لاملونو بلل کېږي.

شریک یي کړئ