Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پروان کې د خیاطۍ پر کار د بندیز له امله د خیاطانو نیوکې

د پروان ولایت مرکز چاریکار ښار یو شمېر خیاطان وایي چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست مسوولانو په شفاهي توګه دوی ته سپارښتنه کړې چې له دې وروسته د ښځینه جامو له ګنډلو ډډه وکړي.

دغه خیاطان وایي چې د خپلو هټیو د کرایې ورکړې وس نه لري او د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې د دا ډول سپارښتنو پر ځاې دې خلکو ته کاري زمینې برابرې کړي.

دوی وايي چې د هټیو له تړلو سره له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

خیاط مختار سکندري په دې هکله وویل:«د هټۍ کرایه ۱۰ زره افغانۍ ده، د شاګرد لګښتونه دي؛ خو موږ خپل ټول لګښت د ښځينه‌وو جامو له ګنډولو پیدا کول.»

بل خوا، په پروان کې د خیاطانو ټولنې مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې د خیاطانو پر کار د محدودیتونو وروسته، زیات شمېر خیاطانو خپل کار له لاسه ورکړی او ځیني هم هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

د چاريکاره کسب‌ګرو عمومي استازی امام الدین څرګندوي:«ټول هغه خیاطان چې ښځینه جامې یې ګڼدلې ټول بې کاره شوي او حتا ځينو ایران ته هجرت کړی.»

د خیاطانو استازی محمد صابر قدوسي هم وايي:«زموږ تولې هټۍ له سقوط سره مخ دي کاروبار نشته.»

په همدې حال، د پروان سیمه‌ییز مسوولان دغه ادعا ردوي او وایي چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست چارواکو له لوري خیاطانو ته ځینې سپارښتنې شوي، چې دا د هټيو د تړل کېدو په معنا نه ده.

د پروان د والي ویاند حکمت الله شمیم څرګندوي:«د جامو د ګنډولو اجازه شته، ورته کوم ممانعت نشته، خو کله چې دوی اندازه اخلي او یا ښځې په خپله دوی ته مراجعه کوي دا امر بالمعروف منع کړي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو نږدې دوو کلونو کې زیات شمېر هېوادوالو او ځوانانو د وزګارۍ او بې وزلۍ کچې لوړېدو له امله ناقانونه کډوالیو ته مخه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه