Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګوټرش: د م.م سازمان به د افغان ښځو د زده‌کړو او کار لپاره مبارزه وکړي

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرش له افغان ښځو د نړۍوال ملاتړ پر دوام له ټینګار سره ویلي چې د ملګرو ملتونو سازمان به په دغه هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستو او د ښځو د کار لپاره به مبارزه وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي تېره ورځ د ملګرو ملتونو د "ښځو مدني ټولنې" په غونډه کې یو ځل بیا وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له عمومي ژوند څخه څنډې ته شوي او نړۍوال ملاتړ ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی زیاتوي چې په افغانستان کې د ښځو د کار د بیا پیلولو لپاره فشارونو ته دوام ورکوي.

انتونیو ګوټرش ویلي:«مرستندویه ټولنې ویلي چې مرستې به یوازې هغه مهال وي چې ښځې شتون ولري. خو چېرې چې مېرمنې نه وي، مرستې به نه وي. فشارونه دوام لري، څو ډاډ ترلاسه شي، چې ښځې په بشردوستانه برخه کې کار وکړي. د عامه خدماتو په برخه کې لږ شمېر ښځې کار کوي، موږ د دې شمېر د زیاتولو لپاره مبارزه کوو.»

انټونیو ګوتریش د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل شاتګ ګڼي.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي چې د ټولو افغانانو حقوق د شریعت په چوکاټ کې تامين شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال وياند بلال کریمي وايي:«د افغانستان د ټولو اتباعو د حقوقو په کله باید څوک نګراني او اندېښنه ونه لري. اسلامي امارت د ټولو هېواد د اتباعو حقوقو ته د اسلامي اصولو او د هېواد د اولیا منافعو په نظر کې نیولو سره ژمن دی او په دې برخه کې کار کوي.»

له بلخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، چې اسلامي امارت باید له نړۍوالو سره تعامل لپاره د دوی مشروع غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

د سياسي چارو کارپوه توریالی ځاځی په دې هکله څرګندوي:«اسلامي امارت ملي او تاریخي مسوولیت د هېواد او د ولس د راتلوونکي لپاره لري. چې دوی باید له نړۍوالو سره تعامل وکړي. چې دوی په رسمیت وپېژندل شي.»

د سياسي چارو کارپوه سید جواد سجادي هم وايي:«د ښځو د زده‌کړو او تحصیل په هکله د طالبانو نرمښت کولای شي د چارو خلاصون رامنځته کړي.»

له ۵۳۰ زياتې ورځې کېږي چې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې تړل شوي دي. پر دې سربېره؛ که څه هم د نارینه محصلانو تعلیمي کال پیل شوی، خو ښځینه محصلانې لا هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي چې د ټولو افغانانو حقوق د شریعت په چوکاټ کې تامين شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه