Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دفاع وزارت: له ۱۰۰ تر ۱۵۰ زره مجهز پوځي ځواکونه لرو

دفاع وزارت د خوښۍ په څرګندولو سره وايي چې د پوځ ځواکونو شمېر یې کابو ۱۵۰ زره تنو ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت ویاند وایي، چې د تېر حکومت د اردو ځواکونه هم د دغو ځواکونو په جوړښت کې دي. 

د نوموړي په وینا دغه ځواکونه له بشپړو پوځي تجهیزات برخمن دي او معاش پر ټاکلي وخت ورکول کېږي.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي:«موږ تراوسه یولک تر یولکو پنځوس زرو تنو پورې مجهزه او چمتو اردو لرو چې امنیت تامین وي. خپلې پولې ساتي. زموږ کنډکونه ساتي. زموږ سرحدي ځواکونه فعال دي.»
                                    
د نظامي چارو شنونکی ثمر سادات هم طلوع نیوز ته وايي:«د ملکي او پوځي ادارو په ګډون د ټولو دولتي ادارو له پرسونله باید دوی استفاده کړې وه او په حکومت یې ونډه ورکړې وه او د افغانستان په جوړولو او د سولې او ټیکاو په ټینګښت کې دوی هڅه کړې وه.»

بل خوا، د نظامي چارو شنونکي پر دې باور دي، چې سرپرست حکومت د دغه پوځ د چارو د ښه ترسراوي او اکمالاتو لپاره د نورو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا نه لري.
                                                 
د نظامي چارو شنونکی اسدالله ندیم وویل:«دا چې له بهرنیو هېوادونو سره محرمې ژمنې ولري چې د دوی د اردو د تامین لپاره مرسته وکړي، له هغې پرته په اوسني حالت کې طالبان د دې وس نه لري.»
                                     
د نظامي چارو بل شنونکی محمد زلمی افغان یار هم وايي:«کابو دوه کاله کېږي چې طالبان د حکومت واګي په لاس کې لري، یو ټانګ، یو توپ یا طیاره مو له کوم هېواده وارد کړي? یا تړون لرو او د دې ترڅنګ مسلکي روزنه چې یو ډېر بنسټيز څيز دی چې له بده مرغه موږ یې نه لرو.»

بل خوا، د اسلامي امارت د دفاع وزارت ویاند وایي، چې د دغه وزارت د ځواکونو په جوړښت کې د مخکیني حکومت د پوځ سرتېري هم حضور لري.

خو د مخکیني حکومت د ډېری پوځیانو برخلیک به څه وي؟

په مخکیني حکومت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر، ۳۵۰ زره تنو ته رسېده، خو د  ۲۰۲۱کال له اګسټ میاشتې وروسته دغه ځواکونه ړنګ شول.
 
د نظامي چارو شنونکي پر دې باور دي، چې سرپرست حکومت د دغه پوځ د چارو د ښه ترسراوي او اکمالاتو لپاره د نورو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه