Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د وتلو د جزیاتو ورکړې ته ژمن دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې دغه وزارت له افغانستانه په بیړه د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د اسنادو او شواهدو وړاندې کولو ته ژمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پراېس زیاتوي، چې دغه وزارت په بېړه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د څېړنو له پېلېدو راهیسې نږدې سل توجیهي غونډې کړې او دغې کمېټې ته یې لسګونه پاڼې اسناد او لاسوندونه ورکړي دي.
    
د  امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پراېس وویل:«موږ د ګوندونو غړو او د هغو کارکوونکو ته له ۱۵۰ زیاتو غونډو کې د ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان په تړاو د تګلارې په اړه د سپيناوي غونډې لرلې دي. د دغه وزارت جګپوړو غړو په عمومي غونډو کې ګډون وکړ او د افغانستان په تړاو یې پوښتنې ځواب کړې او دغه وزارت د ګوندونو د غړو او کارکوونکو څو غوښتنو ته ځواب ورکړی دی.»

هغه زیاته کړه:«موږ د امکان تر بریده په چټکه توګه کار کوو، څو دغې پراخې او دقیقې غوښتنې ته رسېدنه وکړو. موږ د هر ډول اسنادو د راټولولو او چمتو کولو په برخه کې ځواب ویونکي یوو او دغې کمېټې ته به د اسنادو سپارلو ته دوام ورکړو.»

خو له افغانسانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر څېړل به څه پایلې ولري؟

د سیاسي چارو شنونکی فيض الله جليلي وايي:«د دې لپاره چې جمهوري غوښتونکي او ډموکراټان په ټاکنو کې پر یو بل بریالي شي، جمهوري غوښتونکي غواړي چې ډموکراټان له افغانستانه د ځواکونو په بیړني وتلو تورن کړي.»
   
د سیاسي چارو بل شنونکی واحد فقیري طلوع نیوز ته وویل:«دا ډول کړنې امریکا ته بد او منفي انځور ورکړی. خلک داسې فکر کوي چې امریکا له چا سره دوستي نه کوي او امریکا خپل ملګري په نیمه لار کې پرېږدي.»

تر دې وړاندې د امریکا متحده ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس ویلي دي، چې د بایډن  ادارې په ځلونو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د غیرمسوولانه وتلو د اوږدمهاله څارنې او اړوند معلوماتو د وړاندې کولو غوښتنه رد کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پراېس زیاتوي، چې دغه وزارت په بېړه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د څېړنو له پېلېدو راهیسې نږدې سل توجیهي غونډې کړې.

Thumbnail

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې دغه وزارت له افغانستانه په بیړه د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د اسنادو او شواهدو وړاندې کولو ته ژمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پراېس زیاتوي، چې دغه وزارت په بېړه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د څېړنو له پېلېدو راهیسې نږدې سل توجیهي غونډې کړې او دغې کمېټې ته یې لسګونه پاڼې اسناد او لاسوندونه ورکړي دي.
    
د  امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پراېس وویل:«موږ د ګوندونو غړو او د هغو کارکوونکو ته له ۱۵۰ زیاتو غونډو کې د ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان په تړاو د تګلارې په اړه د سپيناوي غونډې لرلې دي. د دغه وزارت جګپوړو غړو په عمومي غونډو کې ګډون وکړ او د افغانستان په تړاو یې پوښتنې ځواب کړې او دغه وزارت د ګوندونو د غړو او کارکوونکو څو غوښتنو ته ځواب ورکړی دی.»

هغه زیاته کړه:«موږ د امکان تر بریده په چټکه توګه کار کوو، څو دغې پراخې او دقیقې غوښتنې ته رسېدنه وکړو. موږ د هر ډول اسنادو د راټولولو او چمتو کولو په برخه کې ځواب ویونکي یوو او دغې کمېټې ته به د اسنادو سپارلو ته دوام ورکړو.»

خو له افغانسانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر څېړل به څه پایلې ولري؟

د سیاسي چارو شنونکی فيض الله جليلي وايي:«د دې لپاره چې جمهوري غوښتونکي او ډموکراټان په ټاکنو کې پر یو بل بریالي شي، جمهوري غوښتونکي غواړي چې ډموکراټان له افغانستانه د ځواکونو په بیړني وتلو تورن کړي.»
   
د سیاسي چارو بل شنونکی واحد فقیري طلوع نیوز ته وویل:«دا ډول کړنې امریکا ته بد او منفي انځور ورکړی. خلک داسې فکر کوي چې امریکا له چا سره دوستي نه کوي او امریکا خپل ملګري په نیمه لار کې پرېږدي.»

تر دې وړاندې د امریکا متحده ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس ویلي دي، چې د بایډن  ادارې په ځلونو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د غیرمسوولانه وتلو د اوږدمهاله څارنې او اړوند معلوماتو د وړاندې کولو غوښتنه رد کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه