Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دوبۍ کې د اسلامي امارت د سرکونسل معرفي کېدل

بهرنیو چارو وزارت په یوه لیک کې، عبدالرحمان فدا د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د افغانستان د سرکونسل په توګه معرفي کړی دی.

له دې مخکې مسعود احمد عزیزي په دوبۍ کې د افغانستان د سرکونسل په توګه کار کاوه.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کريمي وايي:«د افغانستان د اسلامي امارت ډپيلوماټیکه دستګاه خو په ټولو برخو کې فعاله او متحرکه روانه ده.»

له دې مخکې عبدالرحمان فدا د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو عمومي ریاست په غاړه درلود.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي او پخواني ډيپلوماټان د سیمې په هېوادونو کې د افغان ډيپلوماټانو ګومارل کېدل نارسمي ګڼي او وایي، چې دغه ګومارنې د رسمي اړیکو په مانا نه دي، بلکې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره دي.

د سیاسي چارو شنونکی برنا صالحي وايي:«په ګاونډیو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې د پخوانیو کارکوونکو پرځای د اسلامي امارت د ډپيلوماټانو منل، تر ډېره د سیاسي موخو پر ځای د ګاونډیو هېوادونو د اقتصادي اړتیاوو پربنسټ ترسره کېږي. لکه څرنګه چې ایران او پاکستان دا کار کړی و.»

پخوانی ډيپلوماټ مهدي منادي هم څرګندوي:«د بیړنیو اړتیاو له امله، هېوادونه معمولاً په غیررسمي توګه په رسمیت پېژني او په دې حالت کې د خلکو د اړتیاوو د حل لپاره ځينې محدود اقدامات رامنځته کېږي.»

دوبۍ د افغانانو لپاره د راکړې ورکړې او پانګونې په برخه کې یو مهم ښار دی. په متحده عربي امارتو کې د افغان سوداګرو د شورا د شمېرو له مخې، د هېواد نږدې ۸۰ سلنه سوداګرو په متحده عربي امارتو کې پانګونه کړې او تر پنځوسو زیاتو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې لري.

په متحده عربي امارتو کې د افغان سود اګرو د شورا رییس حاجي عبیدالله صدرخېل وايي:«دا یو ډېر ښه ګام دی که چېرې په دوبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ ته نوي مسوولان راشي؛ ځکه ډېرې ستونزې لرو. دلته ۳۰۰ زره افغانان ژوند کوي. زموږ ډېر سوداګر چې په متحده عربي اماراتو کې دي په دوبۍ کې دي او د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې له دې ځایه تجارت کوي.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت ډيپلوماټانو په ایران کې د افغانستان په سفارت او د ترکیې په استانبول کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې خپل کار په رسمي توګه پېل کړی دی.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي او پخواني ډيپلوماټان د سیمې په هېوادونو کې د افغان ډيپلوماټانو ګومارل کېدل نارسمي ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه