Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نړۍوال امنیت غونډه؛ د افغانستان پر وضعیت بحث وشو

په قطر کې د نړۍوال امنیت د «پنځمې غونډې» په درېیمه او وروستۍ ورځ د ترهګرۍ، پوهنې، د ښځو د حقونو او د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او ځیني نورو مسایلو بحث وشو.

د مخکیني حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د دې غونډې یو له ویناوالو و، نوموړی په اوسني وضعیت کې د افغانانو ترمنځ خبرې مهمې بولي او زیاتوي چې په د افغانستان په اوسني حکومت کې باید خلک ونډه ولري او ښځو ته هم د فعالیت اجازه ورکړل شي.

د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي:«تر ټولو لومړی باید افغانان سره راټول شي او خپلې مفکورې سره شریکې کړي او خپل نظرونه په یوه کاغذ ولیکي. له هغو افغانانو پرته چې د افغانستان د سقوط مسوول وو؛ خو هغه افغانان چې اوس هم مشروعیت لري، باید له افغانانو سره خبرې اترې وکړي.»

د مخیکني حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاتوي چې په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو لګول کېدل، د سرپرست حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د واټن د رامنځته کېدو لامل شوی دی.

ښاغلي کرزي وویل:«دوه بنسټيزې غوښتنې؛ لومړی دا چې نجونې باید بېرته ښوونځیو ته ستنې شي. هغوی باید د پرېکړې حق ولري. هغوی باید د کار اجازه ولري او هغوی باید وکړای شي د خپل ژوند لپاره د لارې مسیر معلوم کړي. دویم د داسې یوه حکومت درلودل چې له ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.»

د سیاسي چارو شنوونکی سید قریب الله سادات په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«په افغانستان کې جګړی پای ته رسېدلې او یو ثبات لرونکی او پراخ ولسي حکومت باید وي چې په ټوله کې خلک، چې په هغه کې د افغانستان ټول ملت ښځې او نرینه ونډه ولري. دا ډول یو حکومت کولای شي چې د نړۍوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي.»

بل خوا، په دې غونډه کې د مخکیني دولت د ولسي جرګې یوه غړې په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت نیوکه کوي.

د مخکیني دولت د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي څرګندوي:«هغه څه چې نن یې طالبان په افغانستان کې ترسره کوي هېڅ بل مسلمان هېواد دا اقدامات د اسلام په نام نه ترسره کوي.»

د نړیوال امنیت پنځمه درې ورځنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ په قطر کې پېل شوه او نن چهارشنبه پای ته ورسېده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه