Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د کب د ۲۴مې نېټې د پاڅون لمانځنه

نن (چهارشنبې د کب په ۲۴مه) د هرات په زرګونو اوسېدونکو د هغه وخت د کمونیستي نظام په وړاندې د کب د ۲۴مې نېټې خونړی پاڅون ولمانځله.

دوی د دغه ښار شمال ته د ګمنامه شهیدانو پر هدېرې له راټولېدو سره دغه ورځ ولمانځله.

د هرات والي نوراحمد اسلام جار وايي:«هیله لرو چې زموږځینې وروڼه تراوسه د ځينو جاهلانو او ناپوهو د تکفیري فتواګانو او تفجیري فتواګانو دوکه خوړلې ده. یا ځينو کسانو د رسنیو د تبلیغاتو دوکه خوړلې ده، د خپل عزتمن ملت غېږ ته دې راستانه شي.»

د هرات ګازرګاه جامع جومات خطیب فضل الرحمان انصاري هم وویل:«د شهید اولاد هم عالم دی او هم حافظ دی هم مفتي دی. د اسلامي علومو بېلابېلې درجې یې ترلاسه کړې دي. که چېرې عصري علومو ته وګورو، هم لېسانس لري او هم ماسټري لري او هم دکتورا لري خو په خپل کور کې بې کاره ناست دی.»

د دې راټولیدنې زیات شمېر ګډونوال د کب ۲۴ پاڅون د قربانیانو خپلوان دي. د هرات اوسېدونکو د ۲۴ کب پاڅون یو شمېر شاهدان، په دې ورځ د خلو د وژنې او وېنې توېېدنې ترخې او وېروونکې کېسې کوي.

د هرات اوسېدونکی غلام حضرت رحماني څرګندوي:«حتا په ویالو کې او په سړکونو د مسلمانانو مړي پراته وو. ټولې ویالې او سړکونه په وینو سره وو.»

۷۱ کلن خدا بخش، خپل دوه ورونه د هرات ښار د کب ۲۴مې پاڅون په ورځ له لاسه ورکړي.

دی وایي چې هغه ورځ یې ژوند بل رنګ واخیست او څه باندې څلور لسېزې کېږي چې د وروڼو د لاسه ورکولو دروند غم یې پر اوږو دی.

د هرات اوسېدونکی خدا بخش وویل:«د کندهار په دروازه کې یې ټول مسلمانان د ټانګ لاندې کړل. ځينې تر ټانګ لاندې کول، ځینې یې په لاس وژل او ځينې یې په مرمیو وژل. دا ډول سخت انقلاب وو.»

د هرات اوسېدونکو د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د کب په ۲۴مه د هغه مهال کمونیستي نظام پر وړاندې پاڅون وکړ. ویل کیږي چې هغه ورځ څه باندې ۲۴زره باڅون کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه