په سویس کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د بشري حقونو سلاکار، د بشري حقونو د دوه پنځوسمې غونډې په چوکاټ کې د هېواد بشري وضعیت په هکله اندېښنه ښيي او اسلامي امارت د بشري مرستو د رسونې بهیر کې په لاسوهنې تورنوي.
محب الله طیب زیاتوي چې سرپرست حکومت غیرحکومتي بنسټونه بشري مرستو په هکله اطلاعاتو ته اړ باسي.
په سویس کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د بشري حقونو سلاکار وايي:«طالبانو همداراز غیر دولتي بنسټونه هم اړ کړي چې، نوملیکنه وکړي او اطلاعات ورکړي او دغه چاره بیا په بشري مرستو کې د لاسوهنې لامل شوې ده.»
ورته مهال د اقتصاد وزارت بیا د بشري مرستو په بهیر کې د سرپرست حکومت لاسوهنه ردوي او وايي دوی هڅې کوي چې مرستې په رڼه توګه تر اړمنو ورسول شي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وویل:«اسلامي امارت په بشرپالو مرستو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي. زموږ هڅه د اده چې مرستې اړمنو ته ووېشل شي او د وېش په بهر کې روڼتیا وي.»
له بل لوري د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې افغانستان تر بل هر وخت د خپلو خلکو په منځ کې صادقانه خبرو ته اړتیا لري.
په ټویټ کې راغلي:«خبرې اترې د بدلون پیلامه ده. افغانستان تر بل هر وخت د خپلو خلکو په منځ کې صمیمانه او صادقانه خبرو ته اړتیا لري.»
د بشري حقونو او د افغان ښځو لپاره د آمریکا ځانګړې استازې هم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د ښځو د وضعیت د کمېسیون د غونډې په څنډه کې یې د سیمې او نړۍ له ځينو چارواکو سره د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ او غوڅ پیوستون په تړاو خبرې کړې دي.
د سیاسي چارو شنوونکی نجیب الرحمان شمال وايي:«د ښځې له شتونه پرته او د ښځې د ګټورو فعالیتونو پرته ژوند نیمګړی دی او په ټولنیز، سیاسي او کلتوري برخو کې به هېڅ ډول ګرځون رامنځته نه شي.»
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په خپل دویم راپور کې ویلي چې، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم بد شوی دی.
نوموړي په خپل دې راپور کې په غیردولتي بنسټونو کې د ښځو د کار د منعه کېدو په تړاو د شوې پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.