Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ته د متحده عربي اماراتو د پلاوي راتګ

کابل ته د متحده عربي اماراتو د پلاوي له راتګ سره هم مهاله، د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو ښه کولو لپاره هڅې روانې دي.

د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال رحمت الحق فضیل زیاتوي، سرپرست حکومت توانېدلی چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره یې خپلې اړیکې ټینګې کړي.

ښاغلي فضیل وویل:«متحده عربي امارات او افغانستان ډېرې ژورې دیني، کلتوري او تاریخي اړیکې لري. دا به نورې هم ښې کېږي سیاسي پرمختګ به هم کېږي.»

نوموړی زیاتوي، چې اسلامي امارت د نړۍ له ځينو هېوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړې دي.

له بل لوري د متحده عربي اماراتو د عالمانو شورا پلاوی وايي چې هېواد یې د افغانستان له سرپرست حکومت او خلکو سره یې هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

د متحده عربي اماراتو د علماوو شورا رییس ډاکټر عمر درعي څرګندوي:«متحده عربي امارات د افغانستان له اوسني حکومت او خلکو سره یې هر ډول همکاریو ته چمتو دی او موږ به په هر ډول شرایطو کې د افغان ولس تر څنګ وو او د دغه هېواد خلک به یوازې پرې نه‌ږدو.»

د نړۍوالو چارو شنوونکی واحد فقیري وویل:«د اماراتو د علماوو د هیئت یو ښه اقدام دی او مثبت قدم دی. د سیمې د هېوادونو ترمنځ تعامل او ډپيلوماسي د سیمې پر ثبات او اقتصادي رونق باندې ښه اثر کوي.»

ټاکل شوې ده دغه پلاوی به د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره هم وګوري.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه