Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زاخېلوال: د سرپرست حکومت تګلارې له نړۍ سره د هېواد اړیکې لا محدودې کړي

د پخواني حکومت د مالیې وزیر عمر زاخېلوال وايي چې د ښځو د کار او زده‌کړو په اړه د سرپرست حکومت تګلارې له نړۍ سره د هېواد اړیکې لا محدودې کړې دي.

ښاغلی زاخیلوال له طلوع نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې، په حکومت کې اساسي قانون او ولسي ملاتړ یوه اړتیا ګڼي.

د تېر حکومت د مالیې وزیر عمر زاخېلوال وايي:«داسې پالیسۍ وې چې فضا یې نامساعده کړه. هغه ډاډ ته چې خلکو اړتیا لرله، په هغې کې تېروتنه وشوه. له نړۍ سره زموږ اړیکې له بده مرغه ډېرې محدودې شوې دي.»

ښاغلي زاخېلوال زیاته کړه چې د ښځو د تعلیم او کار مسئله باید په افغانستان کې دننه حل شي او بايد د دې زمينه برابره نه شي، چې نړیواله ټولنه د ښځو د حقونو مدافع شي.

د هغه په ​​وينا، د اساسي قانون جوړول او ولسي ملاتړ د حکومت لپاره ډېر مهم دی.

د سیاسي چارو کاپوه حسن حقیار وویل:«د نجونو د زده‌کړو او کار په هکله د امارت سیاستونونو په کور دننه او بهر د اسلامي امارت لپاره ستونزې رامنځته کړې دي. امارت یې کابو منزوي کړی. د رسمیت پېژندلو په وړاندې یې خنډ رامنځته کړی او افغانستان ته یې د نړۍوالو پام کم کړی دی.»

د پخواني حکومت دغه چارواکی وايي، د دوحې تړون په افغانستان کې د حکومتوالۍ بنسټ نه شي کېدای. هغه د دولتي جوړښت د رامنځته کولو لپاره له دوديزو او عصري لارو څخه د استفادې وړانديز کوي.

کلپ: عمر زاخېلوال څرګندوي:«یو حکومت چې مشروعیت ولري، باید د یوه اساسي قانون پربنسټ وي چې اوس موږ اساسي قانون نه لرو؛ هغه اساسي قانون چې خلک له حکومت سره تړلي. هېڅ حکومت د خلکو له ملاتړ پرته بشپړ مشروعیت نه لري.»

عمر زاخېلوال په دې باور دی چې د افغانستان د ثبات لپاره ښه فرصت په لاس راغلی او اوسنی حکومت باید له دې فرصت څخه زیاته ګټه پورته کړي.

ښاغلی زاخېلوال له طلوع‌نیوز سره مرکه کې وايي چې د اساسي قانون جوړول او ولسي ملاتړ د حکومت لپاره ډېر مهم دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه