Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له کاظمي قُمي سره د خالد حنفي لیدنه؛ د ښځو پر زده‌کړو هم بحث وشو

د امر بالمعروف او نعې عن المنکر وزارت وايي چې ځينې کړۍ هڅه کوي چې سرپرست حکومت د ښځو د حقونو او زده‌کړو دښمن معرفي کړي.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي په کابل کې د ایران له سفیر سید حسن کاظمي قمي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، په ایران کې پر افغان کډوالو او د ښځو د حقونو په باب خبرې کړي دي.

د دغه وزارت ویاند عاکف مهاجر وايي چې اسلامي امارت د شرعي قوانینو پر بنسټ د ښځو حقونو ته ژمن دی.

ښاغلي مهاجر وویل:«ځینې کړۍ کوښښ کوي چې موږ د ښځو او تعلیم دښمنان وښيي خو نه اسلام هغه دین دی چې د ښځو حقوق یې خلکو ته واضح کړل او ښځه یې د انسانیت یوه برخه معرفي کړه، مونږ د شریعت په نظر کې نیولو سره د ښځو ټولو حقوقو ورکولو ته ژمن یوو.»

خو یو شمېر ښځینه زده کړیالانې د نجونو پر وړاندې د منځنیو ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو پر تړل کېدو نیوکه کوي.

زده‌کړیاله حلیمه وايي:«اسلامي امارت باید د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي، موږ د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې یوو.»

بله زده‌کړیاله صدف هم څرګندوي:«زموږ پر وړاندې دې د تعلیمي مرکزونو دروازې بندې نه پاتې کېږي. موږ له اسلامي امارت غواړو، چې د نجونو له راتلونکي سرنوشت سره لوبې ونه کړي.»

د پوهنتون استاد فضل هادي وزین هم په دې هکله وویل:«د افغانستان د اوسني وضعیت د پای ته رسېدو لپاره باید هر څه ژر د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې شي او ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي.»

د امر بالمعروف نهې عن المنکر وزارت زیاتوي، سید حسن کاظمي قمي ویلي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو موضوع د افغانستان داخلي مسئله ده او ایران به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، خو له اسلامي امارت يې غوښتي، چې دا موضوع په سمه توګه حل کړي.
 
د امر بالمعروف نهې عن المنکر وزارت زیاتوي، سید حسن کاظمي قمي ویلي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو موضوع د افغانستان داخلي مسئله ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه