په کابل کې د ښکلو هنرونو انسټېټیوټ له خوا د هنري او صنایعو اثارو یو نندارتون پرانیستل شو.
په دې نندارتون کې تر ۷۰ سلنې هنري آثار د ښځو له لوري نندارې ته اېښودل شوي دي.
د ښکلو هنرونو د انسټېټیوټ چارواکي وايي، په دغه نندارتون کې څه باندې ۴۰۰ ډول ډول هنري آثار نندارې ته اېښودل شوي دي.
ښکلو هنرونو د انسټېټیوټ امر برهان الدین مرزایي وايي:«واقعیت دا دی چې د نقاشۍ په برخه کې زموږ ډېری لاسته راوړنې د ښځینهوو هنرمندانو اثار جوړوي.»
ورته مهال د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې مرستیال د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل د هنر او د صنایعو د ودې په برخو کې ګټور ګڼي.
د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې مرستیال غلام سعید احساس څرګندوي:«د دغه نندارتون د جوړېدو موخه دا ده چې ځوانان وهڅول شي او له هېواده بهر ته مهاجر نه شي.»
ځينې دغه هنري اثار د ښځو له لوري پنځول شوي او د هغوی له حضور پرته نندارې ته اېښودل شوي دي.
د ښکلو هنرونو د انسټېټیوټ نوید اسلمي وايي:«ډېره خواشینې کوونکې ده چې دلته مېرمنې او ښځې حضور نه لري. فضا په بشپړه توګه تشه ده. ټولګي په بشپړه توګه تش دي. ومې ویل چې ډېری لېواله نجونې دي چې دلته ۸۰ سلنه په کې شاملېږي.»
یو شمېر نندارچیان د دغه ډول نندارتونونو له جوړېدو هرکلی کوي او هغه د هنري چارو په وده کې مهم ګڼي.
ننداره چۍ خاطره څرګندوي:«هغه نقاشۍ چې دلته نندارې ته اېښودل شوي موږ ته یې ډېره روحیه راکړې ده.»
بله نندارهچۍ لیلا هم وايي:«کهڅه هم هغه نجونې چې په دغه انسټېټیوټ کې دي ډېر ارزښتناک اثار یې دلته نندارې ته اېښودل شوي؛ خو دوی په خپله تشریف نه لري.»
دغه نندارتون به د دوو ورځو لپاره د خلکو پر مخ پرانیستی وي. د ویلو ده چې، د دغه نندارتون ډېری آثار د ښځو له لوري پنځول شوي؛ خو په خپله ښځې په کې حضور نه لري.
په دې اړه مو اندونه