Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: په افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، داعش ډله په هېواد کې ځپل شوې او په افغانستان کې شتون نه‌لري.

د دغه وزارت سرپرست له ملي راډیو ټلوېزیون سره په خبرو کې زیاته کړې، د دې ډلې یو شمېر غړي چې د اسلامي امارت له ځواکونو سره نښتې کوي له بهره راځي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي: «په افغانستان کې داعش نه‌شته، په افغانستان کې مخالفې ډلې نه‌شته که دلته کومه پېښه کېږي دا له بهر نه را وارېدېږي؛ نو دا زموږ لپاره ښه زیر دی چې افغانان په‌خپل منځ کې مشکل نه‌لري.»

امیرخان متقي د امریکايي جنرال هغه څرګندونو ته هم غبرګون ښودلی چې ګڼې امریکا به شپږ میاشتې وروسته له افغانستان څخه له ترهګریر برید سره مخ شي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي زیاتوي: «په‌دې ټولو سرحداتو کې الحمدالله هېڅ داسې تهدید زموږ له خوا چاته نه‌دی متوجه شوی چې په هغه باندې څوک حساب وکړي. چې دا شی نه‌شته او امنیت د تېرو شلو کلونو په نسبت په مراتبو ښه شوی سرحدات خوندي شوي که څوک دا خبرې کوي یا ناخبري ده او یا غرضي دي.»

بل‌خوا د پوځي چارو یو شمېر شنوونکي وايي، چې له داعش ډلې سره د مبارزې لپاره باید سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شي.

د پوځي چارو شنونکی صادق شینواری وايي: «داعش اوس هم د افغانستان ثبات لپاره یو ګواښ دی چې له دې ډلې سره د مبارزې لپاره یوې سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا ده.»

تر دې وړاندې د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان مایکل کوریلا ویلي وو، د داعش خراسان څانګه به تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د امریکا او لوېدیځ هېوادونو پر ګټو د برید ترسره کولو توان پیدا کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه