Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ښوونځي او پوهنتون ته د تګ هیله؛ هغه هیله چې د کال په پای کې هم پوره نه شوه

د نجونو زده کوونکو او زده کړیالانو د زده کړو هم د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال له مهمو مسایلو و.

د دغه کال په لومړیو کې منځني ښونځي او لېسې د نجونو پر مخ وتړل شوې او وروستیو میاشتو کې بیا نجونې زده کړیالانې هم پوهنتونونو ته له تګه بې برخې شوې.

هغه مسایل چې په تېر یو کال کې یې بېلابېل کورني او بهرني غبرګونونه له ځان سره لرل.

د ۱۴۰۱ کال په لومړیو ورځو کې، یعنې د وري په درېیمه، د ښوونځي زنګ ووهل شو او د هلکانو په څېر نجونې هم په ډېرې لېوالتیا سره ښوونځي ته ولاړې.

خو د هغوی خوښۍ ډېر دوام ونه کړ او اسلامي امارت امر وکړ چې تر امرثاني پورې نجونې لېسو او منځنیو ښوونځيو ته نه شي تللی.

بالاخره له شپږم ټولګي پورته زده کوونکې له اوښکو په ډکو سترګو کورونو ته ستنې شوې.

یوې زده کوونکې چې د ښوونځي دروازې شاته حضور درلود ویلي:«کله چې تېره ورځ خبر مې واورېد ډېره خوشحاله شوم، ډېره را ته خوش اینده وه والله چې اوښکې مې تویې کړې؛ خو نن خبره شوم ډېره خواشینې شوم.»

د پوهنې وزارت مخکیني ویاند عزیز احمد ریان هم هغه وخت ویلي و:«د هلکانو او نجونو ښوونځي دې جلا وي. که چېرې د ودانۍ ستونزه وي او اقتصادي ستونزه وي. باید ټایمونه تغییر وکړي. ښځينه ښوونکي باید حجاب مراعات کړي او ښځینه زده کړیالانو ته باید ښځینه استادانې درس ورکړي.»

د ۱۴۰۱ کال د غبرګولې په پنځمه، د نجونو د ښوونځيو د پرانېستو د څرنګوالي په موخه، د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني په مشرۍ د ديني عالمانو یوه اته کسیزه کمېټه جوړه شوه، خو د دغې کميټې پایله تر نن ورځې معلومه نه شوه.

د اسلامي امارت د ویاند مخکیني مرستیال انعام الله سمنګانی هغه مهال ویلي و:«دغه کمېټه اته غړي لري چې په کې عالمان او پوهان شامل دي. دوی د نجونو د لېسو د پيل لپاره خپل کارونه شروع کړي تر یوه بریده ترسره شوي او هیله لرو چې ډېر ژر به په بنسټيزه بڼه حل شي.»  

د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ پر نهمه، د لویې جرګې په تالار کې د دیني عالمانو غونډه جوړه شوه، د دې غونډې یو شمېر ګډونوالو وویل چي له اسلامي پلوه، د نجونو د ښوونځیو پر وړاندې هېڅ خنډ نشته.

د پوهنې وزارت پخواني سرپرست نورالله منیر هغه مهال څرګنده کړې وه:«که چېرې تاسې په دغه جومات کې پوښتنه وکړئ چې څو تنه دې ته چمتو دي چې خپلې ۱۶ کلنې لوڼې ښوونځي ته واستوي، له هغې وروسته دې ټول پوښتنو ته به اړتیا نه وي. موږ او تاسې په افغاني ټولنې کې ژوند کو او د خلکو کلتور ټولو ته څرګند دی.»

پر نړۍوالو غبرګونونو سربېره، دغې مسئلې په کور دننه هم غبرګونونه راوپارل.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي هغه وخت ویلي و:«تعلیم پر ښځه او نر فرض دی. علما کرام دلته دي هېڅوک د هغه له فرضیته انکار نه شي کولای. دا مطلق فرض دی. هېڅوک هېڅ دلیل نه لري چې ووایو دا نه منوو شرعي دلیل نه لري. لسګونه او په سلګونه فتواګانې شتون لري. زموږ هېواد له جیدو علماوو ډک دی او ټول په دې توافق لري. باید ژر تر ژره د تعلیم زمینه برابره شي او په افغانستان کې ژر تر ژر د ښوونځیو او مدرسو دروازې د ټولو پر مخ پرانیستل شي.»

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي هم هغه وخت څرګنده کړې وه:«دیني علم مباح دی؛ خوکله چې د مباح او امیر ترمنځ تعرض راځي، د امیر حکم واجب دی. د نارینه‌وو علم هم مباح دی.»

خو د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په ۱۶مه، پوهنې وزارت د دولسم ټولګي د نجونو کلنۍ ازموینه واخیسته.

خو دا ازموينه په داسې حال کې واخیستل شوه، چې نجونو په ښوونځي کې یوولسم ټولګی نه و بشپړ کړی.

د نجونو د ښوونځیو له نه پرانیستل کېدو سره هم‌مهاله، د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ میاشتې پر ۲۹ اسلامي امارت، په یوه نوي فرمان کې پوهنتونونو ته د نجونو د تګ مخه ونیوله.

بل خوا، د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په ۲۹مه، د افغانستان طبي شورا د طبي پوهنځيو له نارینه فارغانو نه د نجونو له حضور پرته ازموینه واخیسته، خو له نجونو نه د ازموینې د اخیستو وخت تر بلې خبرتیا پورې وځنډيډ.

د پوهنې وزارت په یوه اعلامیه کې چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د لیندۍ د سلواغې په پنځمه، د زده کړو له نړیوالې ورځې سره هممهاله خپره شوې، ویلي چې هڅه کوي په هېواد کې د معیاري زده کړو زمینه برابره کړي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې تر اوسه په هېواد کې ۱۹ زره ښوونځي او ۱۳ زره دیني مدرسې فعالې دي.

متوسطې او لېسې د دغه کال په پيل کې د نجونو پر مخ وتړل شوې او پوهنتونونه هم د دغه کال په وروستیو میاشتو کې نجونې پوهنتون ته له تګه محرومې شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه