Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۱۴۰۱ لمریز کال د افغان ښځو لپاره د محدودیتونو کال

د بشري حقونو مسایلو او پر افغان ښځو د محدودیتونو زیاتوالی، د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ له نیوکې پارونکو مسایلو څخه وو.

نړۍوالې تولنې په افغانستان کې تل د ښځو د بشري حقونو پر تامین ټینګار کړی دی او دا مسئله یې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره یوه

په دې کال کې د سرپرست حکومت له خوا په هېواد کې د ښځو او نجونو د کار، ټولنیز ژوند او زده کړې په برخه کې بېلابېل محدودیتونه او بندیزونه لګول شوي دي.

د نورو مسايلو تر څنګ، په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار بندیز یو له مهمو مسلو څخه وو.

د جدي په درېیمه د اقتصاد وزارت په یوه رسمی مکتوب کې اعلان وکړ چې په نادولتی موسسو کې د ښځو کار تر بلې خبرتیا پورې منع دی.

د سرپرست حکومت چارواکو دغه فرمان موقتي بللی وو.

شېر محمد عباس ستانکزی د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په ۲۳مه وویل:«موږ غواړو چې د اسلام په چوکاټ کې ټولو خویندو او وروڼو ته چې دننه په هېواد کې دي، افغانان دي هغوی ته ټول مسایل حتا کار او تعلیم او تریبه ټول د اسلام په چوکاټ کې او د افغاني دود او شریعت په مطابق ان‌شاالله ورته چمتو کړو، او په دې برخه کې کار روان دی او ان‌شالله هیله‌من یوو چې ډېر ژر به دا جوړ شي.»

په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار بنديز بېلابېلو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو له ځان سره درلودل او حتا د ملګرو ملتونو او بهرنیو خصوصي بنسټونو د لوړ پوړو چارواکو پښه يې تر افغانستانه را اوږده کړه.

تر دغو بندیزونو وروسته نړۍوالې ټولنې له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو او ډیپلوماټیکو اړیکو د کمولو خبرداری هم ورکړ.

د يوناما مشره روزا اوتونبایوا د ۱۴۰۱ کال د ۱۸ کب څرګنده کړه:«که ښځې د کار اجازه ونه لري؛ نو ښايي د افغانستان لپاره بودیجه به راکمه شي. د بېلګې په توګه هغه غیر دولتي سازمانونه چې د ښځو له لوري اداره کېږي د خپلو فعالیتونو درولو ته به اړې شي. که مرستې کمې شي؛ نو د آمریکا نغدي ډالرې مرستې چې، د افغان ولس د ملاتړ لپاره لازمي دي، هم راکمې شي.»

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د ۱۴۰۱ کال په سلواغې میاشت کې د يوې ناستې پر مهال وویل، چې د افغانستان د سرپرست حکومت هغه تګلاره، چې ښځو ته په غیر دولتي موسسو کې د کار کولو اجازه ورکوي د روان کال تر مارچ میاشتې بشپړېږي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس د ۱۴۰۱ د سلواغې په ۱۳مه ویلي:«له ټولو هغو کسانو سره چې موږ ولیدل راته یې وویل چې طالب چارواکي د یوې تګلارې د جوړولو په جریان کې دي چې د هغه فرمان د عملي کېدو څرنګوالی به مشخص کړي. موږ ته وویل شول چې دغه تګلارې به ګټورې وي او اټکل کېږي چې په مارچ میاشت کې وړاندې شي.»

د اسلامي امارت ویاند په خپلو تازه څرګندونو کې وايي، چې د ښځو په اړه سرپرست د فرمانو او حکمونو موخه د ښځو پر وړاندې دریځ نیول نه، بلکې د ښځو د عزت د خوندیتوب لپاره د شرعي قوانینو پلي کول دي.

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد مخکې له دې ویلي و:«هدف خدای مه کړه دا نه وو، چې د ښځو پر وړاندې موقف ونیول شي؛ بلکه هدف دا وو، چې هغه اسلامي قوانين چې د ښځو عزت او د افغان مېرمنو عزت پکې خوندي کېږي، هغه عملي شي.»

د افغان ښځو پر وړاندې وضع شويو محدودیتونه او بنديزونه تل د نړۍوالې ټولنې له نيوکو سره مخ شوي دي.

یو شمېر سیاسي کارپوهان او د ښځو د حقونو فعالان په دې باور دي چې دغو بندیزونو د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې تر منځ اړیکې هم کمزورې کړي دي.

د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار څرګندوي:«د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په اړه د امارت پالیسیو امارت ته هم په کور دنننه ستونزې پيدا کړي او هم له کور څخه بهر. امارت يې تقريباً له انزوا سره مخ کړی. د رسميت پېژندنې پر وړاندې يې ورته ستونزې پيدا کړې دي.»

د اسلامي امارت له بيا ځلې واکمنېدو وروسته د سرپرست حکومت له لوري د ښځو د کار او زده کړو په ګډون په بېلابېلو برخو کې تر ۲۰ ډېر فرمانونه او حکمونه صادر شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه