Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت:۱۴۰۱کال کې کابو ۲۰۰ تنه د انسان تښتونې په تور نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په ۱۴۰۱ کال کې د انسان تښتونې څه باندې ۱۰۰ پېښې په هېواد کې ثبت شوې دي او د دغو پېښو په تړاو کابو ۲۰۰ تنه نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د رسنیو په مرکز کې د امنیتي پېښو په برخه کې د تېر کال د لاسته راوړنو راپور ورکړ.

د دغه وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې په ټول هېواد کې د سړي تښتونې ۱۰۶ پېښې ثبت شوي او د دغو پېښو په تړاو نږدې دوه سوه تورن کسان نیول شوي دي.

په دې لړ کې د اسلامي امارت له ځواکونو سره د جګړې په پایله کې ۱۳ تورن کسان وژل شوي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، ۴۴ هېوادوال يې د سړي تښتوونکو له منګولو آزاد کړي او شپږ نور د سړي تښتوونکو له لوري وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي:«د ۱۴۰۱ کال په جریان کې په ټول هېواد کې ۱۰۶ د انسان تښتونې پېښې له پولیسو سره ثبت شوي دي، چې د انسان تښتوونکو دغو پېښو په تړاو پولیسو ۲۰۰ عملیات ترسره کړي دي.»

د کورنیو چارو وزارت په خبره، په هېواد کې د جنايي پېښو شمېر نږدې ۱۲ زره ته رسېدلی دی.

د دې وزارت ویاند زیاتوي، د دغو پېښو په تړاو تر ۱۶ زره ډېر تورن کسان نیول شوي او تر زرو ډېر نور د اسلامي امارت د ځواکونو تر تعقیب لاندې دي.

عبدالنافع ټکور زیاتوي:«د ۱۴۰۱ په لړ کې د هېواد په کچه ۱۱۸۹۰ جنايي پېښې شوې دي، چې ۹۴۴۴ پېښې د پولیسو له لوري کشف او ۲۴۴۶ نورې د کشفي پولیسو تر کار لاندې دي.»

بل خوا د پوځي چارو یو شمېر شنوونکي په دې باور دي، چې په هېواد کې د ښه امنیت د تامین لپاره باید امنیتي ځواکونه مسلکي شي.

د پوځي چارو شنونکی صادق شینواری څرګندوي:«د جنايي پېښو کشف، تعقیب او د عاملینو نیول يې کولای شي، چې په هېواد کې د بېلابېلو جنايي پېښو کچه راټیټه کړي.»

د کورنیو چارو وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، په تېر کال کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له څلور زرو ډېر عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې يې له ۵ زرو ډېر تورن کسان نیول شوي او له ۱۸۰ ډېرې د نشه يي توکو کارخونې تخریب شوې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه