Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د نوي کال د لمانځلو لپاره ځانګړي مراسم

ځينو کابل مېشتو د نوي هجري لمریز کال د لومړۍ ورځ د دغه ښار د شهدای صالحین په سیمه کې د جنډې په پورته کولو سره ولمانځله.

دوی له اسلامي امارته غواړي چې د ښځو او نرینه‌وو حقونو ته په مساویانه توګه پاملرنه وکړي او په نوي کال کې هېوادوالو ته کاري موکې برابرې کړي.

د کابل اوسېدونکی عبدالمنان طلوع نیوز ته وايي:«هیله لرو چې موږ هم وکړای شو چې له سولې، صفا او صمیمیت څخه ډ او همدارنګه د بنده‌ګۍ ښه کال ولرو.»

د کابل بل اوسېدونکی احمد فهیم هم څرګندوي:«د سخي جان د جنډې پورته کولو مراسم دي چې هر کال په معموله توګه د مزارشریف په زیارت کې هم پورته کېږي او په کارته سخي کې هم او په پنجه شاه کې هم هر کال پورته کېږي.»

له دې سره هم‌مهاله، د پلازمېنې په پارکونو کې هم د نارینه‌وو او ماشومانو د ګڼې ګوڼې شور او ځوږ دی.

د کابل اوسېدونکی ارین څرګندوي:«موږ هیله لرو چې سږکال یو خوشحاله کال وي او د خلکو اقتصاد هم ښه شي او ښوونځي هم د نجونو پر مخ پرانیستل شي.»

فهیم له خپلو درېیو وړو ماشومانو سره د نوروز د لمانځلو لپاره یوه تفریحي پارک ته راغلی دی. دی وایي، چې په پارکونو او تفریحي ځایونو کې د ښځو حضور خورا کم شوی دی.

د کابل اوسېدونکی فهیم زیاتوي:«توپیر زیات دی. تېر کلونه دا ممنوعیتونه نه وو، یوازینۍ ځانګړنه سږکال امنیت دی.»

اسلامي امارت پروسږکال د لمریز کال د لومړۍ ورځې رخصتي لغوه کړه او د نوروز لمانځل یې بند کړل. خو په تېرو کلونو کې په پلازمېنې او د هېواد په نورو ولایتونو کې نوروز په خورا شور او ولولو سره لمانځل کېده.

شمار دیگر از باشندگان کابل به امید داشتن سال مملو‌ از خوشی و پیش‌رفت، نخستین روز امسال را با گشت‌وگذار در مکان‌های تفریحی، جشن گرفتند.

تصویر بندانگشتی

ځينو کابل مېشتو د نوي هجري لمریز کال د لومړۍ ورځ د دغه ښار د شهدای صالحین په سیمه کې د جنډې په پورته کولو سره ولمانځله.

دوی له اسلامي امارته غواړي چې د ښځو او نرینه‌وو حقونو ته په مساویانه توګه پاملرنه وکړي او په نوي کال کې هېوادوالو ته کاري موکې برابرې کړي.

د کابل اوسېدونکی عبدالمنان طلوع نیوز ته وايي:«هیله لرو چې موږ هم وکړای شو چې له سولې، صفا او صمیمیت څخه ډ او همدارنګه د بنده‌ګۍ ښه کال ولرو.»

د کابل بل اوسېدونکی احمد فهیم هم څرګندوي:«د سخي جان د جنډې پورته کولو مراسم دي چې هر کال په معموله توګه د مزارشریف په زیارت کې هم پورته کېږي او په کارته سخي کې هم او په پنجه شاه کې هم هر کال پورته کېږي.»

له دې سره هم‌مهاله، د پلازمېنې په پارکونو کې هم د نارینه‌وو او ماشومانو د ګڼې ګوڼې شور او ځوږ دی.

د کابل اوسېدونکی ارین څرګندوي:«موږ هیله لرو چې سږکال یو خوشحاله کال وي او د خلکو اقتصاد هم ښه شي او ښوونځي هم د نجونو پر مخ پرانیستل شي.»

فهیم له خپلو درېیو وړو ماشومانو سره د نوروز د لمانځلو لپاره یوه تفریحي پارک ته راغلی دی. دی وایي، چې په پارکونو او تفریحي ځایونو کې د ښځو حضور خورا کم شوی دی.

د کابل اوسېدونکی فهیم زیاتوي:«توپیر زیات دی. تېر کلونه دا ممنوعیتونه نه وو، یوازینۍ ځانګړنه سږکال امنیت دی.»

اسلامي امارت پروسږکال د لمریز کال د لومړۍ ورځې رخصتي لغوه کړه او د نوروز لمانځل یې بند کړل. خو په تېرو کلونو کې په پلازمېنې او د هېواد په نورو ولایتونو کې نوروز په خورا شور او ولولو سره لمانځل کېده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه