Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ځواکمنې زلزلې افغانستان او پاکستان ولړزول

د سې‌شبنې په شپه ۰۹:۱۷ دقیقې یوې ځواکمنې زلزلې کابل او د هېواد ځينې ولایتونه ولړزول.
 
د امریکا د ځمک‌پوهنې سازمان ویلي چې دغه زلزله د ریکټر په کچه د ۶.۵ درجې د ځمکې په ۴۰ کیلومټرۍ کې رامنځته شوې چې د هغه مرکز د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ ده.

رپوټونه هم خپاره شوي چې دغه زلزله په پاکستان کې هم احساس شوې ده.

تراوسه د دغې زلزلې د مرګ ژوبلې او زیانونو په هکله معلومات خپاره شوي نه دي. 

ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي چې دغه وزارت په ولایتونو کې د عامې روغتیا ریاستونو ته حکم کړی چې هېوادوالو ته د درملنې او روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره چمتو واوسي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دغې زلزلې شدت ته په کتو، شونې ده چې مرګ ژوبله او زیانونه اوښتي وي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي چې له بدخشان، تخار، کندوز او پنجشېر څخه رارسېدلي معلومات ښيې، سره دې چې زلزله خورا شدیده وه؛ خو په یادو ولایتونو کې تر اوسه د زلزلې له امله د ځاني زیان کوم راپور نشته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه