د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن وايي چې د افغانستان خلک له یوه بشري ناورین سره مخ دي.
ښاغلي بایډن په هغو مراسمو کې چې د نوي لمریز کال په مناسبت جوړ شوي وو، په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د خلکو د مبارزې هرکلی کوي.
د امریکا ولسمشر وايي:«دا د هغه کال پېل دی چې موږ ته هیله راپه یادوي. د افغانستان د خلکو په هیله چې له یوه سخت بشري ناورین سره مبارزه کوي.»
بل خوا، د خوړو د نړۍوال پروګرام شمېرې ښيي، چې د اوکراین له بندرونو نه یې څه باندې ۴۸۰ زره ټنه غنم د افغانستان په ګډون اړمنو هېوادونو ته لېږدولي دي.
د تور سمندر د غلو د نوښت لپاره د ملګرو ملتونو ډلې مسوول باټیر ګلدیف وايي:«زه د تور سمندر د غلو د نوښت له دوامداره بریالیتوبه خوښ یم، ښه ده چې ګورم غلې داندې د حرکت په حال کې دي.»
بل خوا ځينې هېوادوال له سرپرست حکومته غواړي چې هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.
د کابل اوسېدونکي ذکریا وویل:«هیله لرو چې سږ کال انشاالله ټولو ګرانو هېوادوالو ته چې له بېکارۍ کړېږي هغوی ته د کار زمینه برابره کړي.»
د کابل بل اوسېدونکی محمد میرویس هم څرګندوي:«له حکومتي چارواکو زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته د کار زمینه برابره شي. د زدهکړې زمینه برابره کړي چې وکړایو شو زده کړې وکړو.»
خو د نوي لمریز کال په پېلېدو سره به په هېواد کې اقتصادي ستونزې څنګه هوارې شي؟
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي:«تر هغې چې د بې وزلۍ عوامل موجود وي، بېوزلي دوام کوي؛ خو دا چې د اقتصادي پروګرامونو د اقتصاد چورلیزو پروګرامونو له اجرا کېدو سره بېوزلي له منځه یوسو.»
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف ویلي دي، چې د افغانستان د نفوس دوه پر دریېمه برخه خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي او شپږ مېلیون تنه نور د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.
په دې اړه مو اندونه