په نوي ښوونیز کال کې په هېواد کې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو نه پرانیستل کېدل په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال وایي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق اجراییه رییس د نجونو پر زدهکړو بندیز د افغانستان په زیان بولي.
د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرهان حق وايي:«د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق اجراییه رییس په یوې اعلامیه کې ټينګار کړی، چې د معلولو کسانو په ګډون نجونې د زده کړو حق لري. هغه خبرداری ورکړی دی، چې د نجونو پر زده کړو بندیز به د دغه هېواد پر اقتصاد او روغتیا برخې ناوړه اغېز ولري.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنري زدهکړو او تحصیل ته د نجونو او ښځو نه لاسرسی له تبعضه ډک کار ګڼي او وایي، چې د تحصیل له حقه د نجونو او ښځو محرومول، هغوی د تاوتریخوالي، بېوزلۍ او زبېښاک سره مخ کوي.
د بشري حقونو په چاروکې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویانده مارټا هرټاډو وویل:«سرپرستو چارواکو ژمنه کړې ده، چې ټولو ښځو او نجونو ته به اجازه ورکړي، چې زده کړې وکړي. زموږ دفتر له هغوی غواړي چې د دې ژمنې درناوی وکړي.»
بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم وایي، چې طالبان د بشري حقونو له نقض او له تحصیل نه د نجونو له محرومولو لاس نه اخلي او له طالبانو سره د امریکا د اړیکو عادي کېدل شوني نه دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن څرګندوي:«زه فکر کوم چې د ټولې نړۍ له هېوادونو سره زموږ خبرو ته په پام سره ویلای شو، لکه څنګه چې طالبان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د اړیکو د عادي کولو په لټه کې دي، خو تر هغې چې هغوی د ښځو او نجونو پر وړاندې ځپونکو احکامو ته دوام ورکړي، دا کار به ونه شي.»
دغه راز د نوي ښوونیز کال په پېلېدو سره، په افغانستان کې د یوناما دفتر یو ځل بیا له سرپرست حکومته غواړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې پر تبعیضي تګلارو بیا کتنه وکړي.
یوناما په یوه ټوېټ کې لیکلي:«دغه سیاستونه نه یوازې د افغانستان د نیمایي نفوس د هیلو په وړاندې خنډ رامنځته کوي، بلکې دغه هېواد ته لوی زیان رسوي. اوسمهال د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره سم، څه باندې يو مېلیون افغان نجونې خپلو ټولګیو ته له تلو منع دي.»
د ښځو د حقونو فعاله ثریا پیکان وايي:«موږ هیله لرو چې مکتوبونه، حکمونه او فرمانونه په عادلانه توګه په ټولنه کې پلي شي او د ځوانانو او پېغلو په وړاندې تفاوت او تبغیض له منځه یوسي.»
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونېسف) په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي، چې د نجونو او ښځو پر زده کړو او تحصیل بندیز له زده کړو نه د څه باندې یو میلیون نجونو د محرومېدو لامل شوی او هغوی یې له روحي او رواني ستونزو سره مخ کړي دي.
په دې اړه مو اندونه