Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جو بایډن: په افغانستان او ایران کې د ښځو تر څنګ ولاړ یوو

د امریکا ولسمشر وایي، په افغانستان او ایران کې ښځې له تاوتریخوالي سره مخ دي او انساني حقوق یې تر پښو لاندې کېږي.

جو بایډن چې په سپینه ماڼۍ کې یې خبرې کولې، وویل، په افغانستان او ایران کې د ښځو تر څنګ ولاړ دي او په ټوله نړۍ کې به د ښځو له حقونو دفاع وکړي او زیاته کړې یې ده چې په‌دې اړه یې درې مېلیارډ ډالره بودجه هم په پام کې نیولې ده.

د امریکا ولسمشر وايي: «موږ د ایران او افغانستان له ښځو سره چې له زور زیاتیو سره مخ دي او لومړني انساني حقوق یې تر پښو لاندې کېږي، درېږو. ما تېره اوونۍ نه یوازې په امریکا؛ بلکې په ټوله نړۍ کې د جنسیتي برابرۍ د چارو د پر مخ بیولو لپاره درې مېلیارډ ډالره بودجه په پام کې ونیوله.»

له بل لوري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې له افغان ولس او نړۍوالې ټولنې سره پر خپلو کړو ژمنو ودرېږي.

وېنډي روث شېرمن وايي: «موږ یو ځل بیا له طالبانو غواړو چې خپل مسیر بدل کړي. نجونو او ښځو ته اجازه ورکړي چې له خپلو لومړنیو انساني حقونو او بنسټیزو ازادیو استفاده وکړي او له افغان ولس او نړۍوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.»

بل‌خوا د مالیزیا لومړي وزیر سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې په یوې خبري غونډه کې ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت نشي کولی د نجونو د زده کړو حق رد کړي.

انور ابراهیم وايي: «د ښځو د زده کړو په تړاو ستونزه د هغوی یعنې د سرپرست حکومت په لید لوري کې ده. دا چې، هغوی غواړي ښځو ته ښوونځی او یا هم پوهنتون جوړ کړي دا د هغوی ټاکنه ده، خو هغوی نه‌شي کولی د ښځو د زده کړو حق رد کړي.»

خو اسلامي امارت بیا وايي، د ښځو د حقونو مساله د هېواد کورنۍ موضوع ده او په وینا یې نه ښايي نور هېوادونه په دې برخه کې لاسوهنه وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «دوی باید د افغانستان پر وړاندې خپل مسوولیت درک کړي، همدا د افغانستان مظلوم خلک دي چې دوی پرې بندیزونه لګولي، پیسې یې ورته کنګل کړي او پرمخ نه‌شي تلی.»

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، تر هغې چې اسلامي امارت د بشري حقونو له نقضولو او له زده کړو د نجونو له منعه کولو لاس وانخلي؛ نو تر هغې به ورسره د اړیکو عادي کېدل هم شونې نه‌وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه