Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي عبدالکبیر: نړیواله ټولنه دې د ا.ا د رسمیت پېژندلو لپاره ګام پورته کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوناما له سیاسي مرستیال مارکس پوټزل سره په لېدنه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو لپاره ګام پورته کړي.

د اسلامي امارت دغه چارواکی وايي، سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سره د ښو او فعالو اړیکو غوښتونکی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «مهمه خبره دا ده چې د افغانستان خلک او د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي او له دې په دې برخه کې چې د خلکو حقونه ضایع کېږي، باید ورکړل شي.»

له بل لوري مارکس پوټزل په‌دې کتنه کې په افغانستان کې د یوناما د ماموریت له غځېدو او له افغان ولس سره د ملګرو ملتونو د همکاریو د دوام په تړاو ډاډ ورکړی دی.

د اقتصادي چارو کارپوه غلام حسن فایق وايي: «په افغانستان کې د یوناما ماموریت غځېدل د افغانستان او نړیوالو بنسټونو تر منځ د ډېپلوماټیکو اړیکو د دوام لپاره ښه ګام دی او له بله اړخه کولای شي د افغانستان د اسوني وضعیت لپاره ګټور تمام شي.»

د پوځي چارو کارپوه نثار احمد شیرزی وايي: «هر کله چې په افغانستان کې امنیت په بنسټیز او اصولي ډول وجود ولري او د افغانستان ټول خلک په قدرت کې ونډه ولري، هېوادونه هم هڅه کوي چې له افغانستان سره ډېپلوماټیکې اړیکې ولري.»

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال په ټینګار سره ویلي، اسلامي امارت په هېواد کې د نجونو د زده‌کړو مخالف نه‌دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه