Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت له‌خوا د رسمي کابینې د نه معرفي کېدو لاملونه په ډاګه شول

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د شورا نه جوړېدل، د قوانینو نه‌شتون او په حکومتولۍ کې یو لړ نور مسایل د رسمي کابینې د نه معرفي کېدو مهم لاملونه ګڼي.

له تېرو شاوخوا نولس میاشتو راهیسي وزارتونه او یو شمېر نورې دولتي ادارې د سرپرستانو له‌خوا اداره کېږي، خو د اسلامي امارت ویاند وايي، دا ستونزه به ژر حل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «اوس هم ستونزې شته د بېلګې په ډول د رسمیت پېژندل همداسې پاتې دي، ځینې بنسټونه باید جوړ شي، د شورا جوړېدل او د قوانیو وضع کول، دغه برخې باید بشپړې شي، کله چې بشپړې شي، له دې وروسته به د سرپرستي کار هم وشي.»

ښاغلی مجاهد ډاډ ورکوي چې د اوسنۍ کابینې وزیران له پوره صلاحيت څخه برخمن دي او د چارو پر وړاندې يې هېڅ ډول خڼډ نشته.

د پوهنتون استاد سیدجواد سجادي وايي: «د سرپرستې کابیني دوام د خپل په خوښه حکومت کولو او د سیاست اوصولو ته نه پاملرنې په مانا ده او همداراز د حکومتولۍ قواعد او د خلکو بنسټیزوې غوښتنې په نظر کې نه نیول دي.»

په همدې حال کې یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې رسمي کابینه د وزارتونو د کارونو په پرمختګ کې مهم رول لري.

د سیاسي چارو کارپوه فیض‌الله جلیلي وايي: «د موقت یا سرپرست حکومتونو دوره باید له درې میاشتو اضافه نه وي، ځکه چې به دنیا کې له درې میاشتو اضافه داسې حکومتونه نه لېدل شوي او ضرورت یې دا دی چې که چېرته دایمي حکومت موجود نه‌وي، سرپرست حکومتونه یا سرپرست وزیران ان په خپلو وزارتونو کې تقررات هم نه‌شي کولای.»

د سياسي چارو کارپوه سید اکبر اغا وايي: «طالبان هم د دې احتیاط کوي، هغوی وايي چې موږ په افغانستان کې هغه وخت چې افغانستان په رسمیت وپېژندل شي، نو په هغه وخت کې به دوی دا حکومت له سرپرستۍ څخه لرې کوي.»

د راپورونو پر بنسټ، په افغانستان کې د اسلامي امارت د لومړۍ دروې د پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال د حکومت ټولې چارې د سرپرستې کابینې له‌خوا پر مخ وړل کېدې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه