له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځيو د تړلو پاتې کېدو په تړاو د غبرګونونو په دوام دا ځل د امریکا د ولسمشر مرستیالې ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د نجونو او ښځو له حقونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
بل لور ته د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر وړاندې د ښوونځیو پر تړل پاتې کېدو نیوکه کړې ده.
د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس وايي: «زه په افغانستان کې په منځنیو ښوونځيو کې د نجونو د حضور د ممنوعیت د یو کال کېدو او په پوهنتونونو کې د افغان ښځو د ممنوعیت له امله متاسفه یم. موږ هېڅکله هم په ټوله نړۍ کې د نجونو او ښځو د حقونو له دفاع لاس نه اخلو.»
له دې سره سم، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي او د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق له سرپرست حکومته غوښتي، ژر تر ژره د نجونو پاتې ښوونځي هم پرانیزي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد پر ټویټر لیکلي: «طالبان باید له افغان ښځو او نجونو سره د دوی چلند او د خپل هېواد په تړاو د دوی د تګلارې پر اغیزو غور وکړي. ښځو او نجونو ته په ثانوي زده کړو او پوهنتونونو کې زده کړو ته د لاسرسي اجازه نه ورکول نه یوازې ظالمانه عمل دی؛ بلکې د دوی هغه حقونه چې د اسلام د اصولو سره سم دي هم تر پښو لاندې کوي. دوی باید په نږدې راتلونکي کې د ښځو او نجونو لپاره د روزنیزو ادارو د بیا پرانستلو لپاره یوه موثقه نیټه وټاکي.»
له دې سره سم، د افغان ښځو د حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې له سياېناېن سره په مرکه کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت نا هیله کوونکی بللی دی.
د افغان ښځو او نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي: «افغان ښځې رهبرانې دي هغوی مقاوم دي او د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي. نړۍ باید پر دې پوه شي چې، د افغان ښځو حالت او وضعیت نا هیله کوونکی دی.»
له بل لوری د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان د بریټانیا له ۴ کانال سره په مرکه کې ویلي، سرپرست حکومت د لویديځوالو د بندیزونو له امله د نجونو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو د لرې کولو لپاره مثبت ځواب نه ورکوي.
عمران وايي: «تاسو هغوی منزوي کړي او د هغوی پیسې مو کنګل کړي دي؛ نو هغوی ولې باید د چا ومني؟ نو زما وړاندیز دا دی چې، هغوی مدغم کړۍ او پرېږدۍ چې، هغوی هم د نړۍوالو له بهیر سره یو ځای شي او هغه وخت که تاسو ووایۍ، ښځو ته د درس اجازه ورکړۍ؛ نو هغوی به بیا د تاسو ومني.»
د ۱۴۰۲ ښوونیز کال د چهارشنبې په ورځ د کابل په اماني لیسه کې د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره پیل شو، خو لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د زدهکړو د دوام په تړاو څه نهدي ویل شوي.
په دې اړه مو اندونه