Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستان سره د نړۍ پر تعامل د امیر خان متقي ټینګار

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په یوې مقاله کې د بندیزونو د لرې کېدو او له افغانستان سره د نړۍ د تعامل غوښتنه کړې ده.

ښاغلی متقي الجزیزې ته په لیکل شوې مقاله کې زیاته کړې، په هېواد کې د اقتصادي بحران اساسي لامل پر افغانستان د لوېدیځ په ځانګړې توګه امریکا بندیزونه دي.

امیرخان متقي ویلي، په اوسنیو شرایطو کې د بل هر وخت پرتله د افغاستان او نړۍ تر منځ د ښو اړیکو د جوړولو لپاره فرصتونه برابر شوي دي.

د مقالې په یوې برخه کې راغلي: «موږ پوهېږو چې اوس مهالې نړۍ کې نړیوالو اړیکو د دولتي او نادولتي لوبغاړو ترمنځ د رغنده تعامل په نتیجه کې ښه پرمختګونه کړي دي. پر دوه اړخیز درناوي او مشترکو ګټو ولاړې اړیکې د وخت اړتیا او د ټولو لوریو د ګټو د خوندیتوب معقوله لار ده. د افغانستان اوسنی حکومت پر همدې ذهنیت نړۍ سره د مثبت تعامل لپاره لاس اوږدوي. موږ فکر کوو چې اوس د افغانستان او نړۍ ترمنځ د مثبتو اړیکو جوړولو بې‌ساري فرصت رامنځ ته شوی دی.»

د نوموړي په باور پر افغانستان د نړۍوالو بندیزونه په هېواد کې د اقتصادي بحران اصلي لاملونه دي.

په دې مقاله کې د هغه څه په تړاو چې په نږدې دوو کلونو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ګنل کېږي هم یادونې شوې دي.

په مقاله کې راغلي:

-  په افغانستان کې د سراسري امنیت ټينګښت

-  صفر ته د نشه يي توکو د کرکېلې رسېدل

-  له کورنیو عوایدو د ملي بودجې برابرېدل

-  د فساد له نړۍوال ریکاډه د افغانستان وتل

-  افغانانو لپاره د هوا او ځمکې له لارې د ازادو سفرونو برابرېدل

-  او د سپرست حکومت په اداري تشکیلاتو کې د تېر حکومت د ۵۰۰ زره مامورینو ساتل د دغې مقالې نورې مهمې برخې دي.

ښاغلي متقي همداراز له نړۍوالو غوښتي چې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوي وکړي؛ ځکه د هغه په باور د افغانستان د ټولنې له دیني او کلتوري حساسیتونو سره باید په احتیاط تعامل وشي.

د ښاغلي متقي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې، تر دې مخکې ځينو هېوادونو ویلي، اسلامي امارت د هغوی غوښتنو ته غاړه نه ده اېښې.

د بشري حقونو رعایتول، له ترهګرۍ سره مبارزه او د ټول ګډون حکومت جوړول له اسلامي امارته د نړۍوالو مهمې غوښتنې دي.

له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره د نړۍوالو او په ځانګړې توګه د آمریکا مهمې غوښتنې

-  د نجونو او ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت پالیسۍ

-  د بشري حقونو نه رعایتېدل

-  له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو د ښوونځيو پرانېستل

-  له ترهګرۍ سره مبارزه

-  د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې نه کارېدل

-   د یوه ټول ګډونه حکومت جوړېدل

د نړیوالو اړیکو کارپوه جاوید جاوید وايي: «که امریکا بل اړخ وي، فکر کوم دا د امریکا سترې او عمده غوښتنې نه‌دي، د امریکا او نړیوالې ټولنې غوښتنې د افغانانو مدني او سیاسي غوښتنې دي او د طالبانود د حکومت بڼه ده چې دوی نه‌شي کولای دوی په رسمیت وپېژني.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه نعمت‌الله بېژن وايي: «طالبان هڅه کوي چې له نړۍ سره یې اړیکې ونیسي، دا د دواړو لوریو په تېره امریکا او نړیوالې ټولنې لپاره ښه دی چې زغم ولري.»

سره له دې چې له نږدې دوو کلونو راهیسې هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو په ځېنو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او کونسلګرۍ سرپرست حکومت ته سپارل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه