Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستان سره د برېټانیا د مرستو کموالی

ګارډین ورځپاڼې د ماشومانو د ژغورنې صندوق پر حواله لیکلي، چې د برېټانیا له زده‌کړو ملاتړ، روغتیا او په افغانستان کې د سوداګرو ښځو د ملاتړ په برخو کې خپلې مرستې کمې کړې دي. 

د رپوټ پر بنسټ، د ماشومانو د ژِغورنې سازمان ویلي د بهرنیو چارو، پراختیا او ګډو ګټو دفتر د افغان ښځ د ملاتړ په برخه کې له خپلو مرستو نه څه باندې اوه مېلیون او درې سوه زره ډالر کم کړي دي.

د ماشومانو د ژغورنې د سازمان مسوولان وایي، چې اوس به برېټانیا د روغتیا او پوهنې برخې څه باندې یو مېلیون او دوه سوه زره ډالره ورکړي.

د ماشوانو د ساتنې د سازمان اجراییه رییس ګوین هاینس وايي:«افغان ماشومان اوس‌مهال له لوږې او ناروغیو مري او د برېټانیا د حکومت له لوري د خوړو، روغتیا او پوهنې پروګرامونو ته د بودیجې له نه ورکولو سره مخ دي. پرافغان ماشومانو د مېلیونونه ډالرو مرستو بندېدل، نړۍ ته دا جدي پيغام رسوي، چې برېټانیا له تر ټولو زیانمنونکو ماشومانو او کورنیو چې د نړۍ په تر ټولو ننګوونکو شرایطو کې دي، مخ اړولی دی.»

د اقتصاد وزارت د پالیسۍ معین عبداللطیف نظري په دې هکله څرګندوي:«له مرستندویه هېوادونو او نړۍوالې ټولنې زموږ غوښتتنه دا چې بشري مرستې سیاسي نه کړي او د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»

د ماشومانو د ساتنې سازمان وایي، چې د مرستو د بندېدو له امله به د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د نجونو او ښځو لپاره د دغه سازمان ښوونیز پروګرامونه ودرول شي. 

بل خوا، یو شمېر سوداګرې ښځې د هغو مرستو پربندېدو نیوکه کوي، چې د ښځو لپاره یې په پام کې نیولې دي. هغوی وایي، چې دغه کار به د ښځو ستونزو زیاتې کړي.

ممتاز یوسفزۍ سوداګره وايي:«نړۍوال ملګري او نړۍواله ټولنه باید بنسټونو او هغو کسانو ته سوداګر دي، د دوی خصوصي سکټورونه باید همکاري وکړي چې وکړای شي چې دوی د هغوی لپاره د کسب او زده کړو زمینه برابره کړي.»

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه سلما یوسفزۍ هم څرګندوي:«که چېرې دغه مرستې خلکو ته له مخکې زیاتې نه شي، دوی مرسته ونه کړي، فکر کوم چې هغوی کسانو چې لکه ماغوندې موسسې یې په شخصي بڼه پیل کړې دي، دوام ورنه کړای شي.»

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شمېرو له مخې، په وروستۍ یوه کال کې ۵۶۰ سوداګرو ښځو د دغې خونې په سوداګریزه او تولیدي برخه کې نوملیکنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه