Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان له اسلامي امارته غواړي چې د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست حکومته غوښتي چې د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، پاکستان په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د پټن‌ځایونو په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره په تماس کې دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوه خبري ناسته کې ویلي، اسلام اباد د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره د امنیتي مسایلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه په تماس کې دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويانده ممتاز زهرا بلوچ زیاتوي:«زموږ امنیتي ادارې په اړيکه کې دي، که ستاسو په یاد وي، زموږ د دفاع وزیر په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی و او پر دغو ټولو مسایلو خبرې شوي دي. موږ تمه لرو چې افغان چارواکي د دغو ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې دغه ډلې د پاکستان خلکو او امنيتي ځواکونو ته ته کوم ګواښ نه پېښوي.»

پاکستانی خبریال طاهر خان هم په دې هکله وايي:«احتمال شته، پاکستان تراوسه پورې د امارت له خوا چې کوم ګامونه دي یا کومې خبرې دي، یا کومې ژمنې دي. ممکن دی چې پاکستان پر هغه باندې مطمین نه وي، ډاډ یې نه وي ترلاسه کړی؛ نو ځکه دغه رنګې بار بار د دې ذکر کوي.»

په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي چې په هېواد کې هېڅ ترهګره ډله نشته او له افغانستانه نورو هېوادونو ته کوم ګواښ هم متوجه نه دی.

د اسلامي امارت مرستيال ویاند بلال کریمي څرګندوي:«په ټول هېواد کې سوله او امنیت تامین دی. هېڅ نوع داسې کومه ډله نشته چې هغه دې له هېواد څخه نورو هېوادونو ته ګواښ او تهدید متوجه کړي. بنا ان په دې برخه کې نه اسناد او نه شواهد شتون لري. او نه هم اسلامي امارت چا ته اجازه ورکوي چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته تهدید پېښ شي.»

د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقیار هم وايي:«که پاکستان واقعاً غواړي چې په سیمه کې ستونزې نه وي. نو باید ټولو هغو ستونزو ته یوځای رسیده‌ګي وشي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پرتې دي.»

نږدې یوه میاشت وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ یو پاکستانی پلاوی کابل ته راغلی و. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياندې په دې خبري غونډه کې افغانستان ته د دفاع د وزیر د سفر د جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه.

له بلې خوا د اسلامي امارت ویاند وايي چې ټاکل شوې، له افغانستانه یو پلاوی پاکستان ته سفر او له پاکستاني چارواکو سره په اقتصادي او سياسي مسايلو خبرې اترې وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي:«کله چې د هغی یو هیت افغانستان ته راغلی و. له دې خوا نه هم ژمنه وشوه چې د ځينو مسوولینو په مشرۍ به یو هیت هم پاکستان ته ځي، خو هغه به بشپړ سیاسي او تجارتي موضوعاتو باندې به بحث کوي او هغه به وروسته ان‌شاالله وخت یې معلومېږي او نومونه به هم ښکاره شي چې څوک څوک استول کېږي.»

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له اسلامي امارت غوښتي و چې د افغانستان له خلکو او نړۍوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړي.

دغه پاکستاني چارواکي خبرداری ورکړی چې که دا کار ونه شي، لومړی به د افغانستان او بیا د پاکستان خلک د دغې ناکامۍ قرباني شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه