Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونېسف: تېر کال د ناپېژانده توګو چاودنو کې ۷۰۰ ماشومان وژل یا معلول شوي

د ملګروملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یویسف وایي، چې په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله هره ورځ په منځنۍ توګه دوه ماشومان وژل کېږي.

د یونیسف د شمېرو له مخې، یوازې تېر کال د ناپېژاندو توکو د چاودونو په پایله کې نږدې ۷۰۰ ماشومان وژل شوي او یا معلول شوي دي.

دغه بنسټ په یوه ټوېټ کې لیکلي دی، چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د لوبو او د فلزي شیانو د راټولولو پرمهال اته ماشومان وژل شوي دي.

یونيسف لیکلي:«تېره اوونۍ په افغانستان کې د ماین په چاودنه کې اته ماشومان وژل شوي دي. هغوی له ناچاودو توکو سره د لوبو او د پلورلو لپاره د فلزي شیانو د راټولولو پرمهال خپل ژوند بایللی دی.»

بل خوا، د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ او انسجام ریاست وایي، چې په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې په هېواد کې څه باندې ۱۰۰ کیلومټره مربعه ځمکه له ماینونونو پاکه شوې ده.
              
د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ او انسجام رییس قاري نورالدین رستم‌خېل وویل:«موږ په افغانستان کې د پوهاوي څه باندې ۶۰ ډلې لرو. د عامه پوهاوي لپاره درسي توکي او کلپونه جوړ شوي دي او زموږ ډلې کلیوالو سیمو ته ځي او په کلیو او بانډو کې خلکو ته پوهاوی ورکوي.»

بل پلو، د کابل ځینې اوسېدونکي وایي چې ماشومانو د بې وزلۍ او بې روزګارۍ له امله د ناپېژاندو توکو راټولولو ته مخه کړې، چې له همدې امله یو شمېر ماشومان د ماین په چاودنو کې خپل ژوند بایلي.
                 
د کابل اوسېدونکی روکی وايي:«د بې‌کارۍ او بې‌روزګارۍ له امله اړ دي چې غرونو ته د لرګیو او بوټو، ډبرو سکرو لپاره ښکته او پورته شي چې خپله نفقه پیدا کړي. هغوی په دغو ماینونو کې چې کلونه اېښودل شوي له بده مرغه شهیدانېږي.»
 
د کابل بل اوسېدونکی شعیب هم څرګندوي:«ناچاودي ماینونه له ښاره په ولایتونو کې ډېر دي او د ښار پرتله په کلیوالو سیمو کې د خلکو پوهاوی هم کم دی.»

دماین پاکۍ چارو د همغږۍ او انسجام ریاست شمېرې ښيي، چې تېر زیږدیز کال د ناچاودو توکو په چاودنو کې شاوخوا ۱۲۰ کسانو خپل ژوند بایللی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه